نیلي (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د دایکنډي د مرکز «ناوه جعفر» کلي لسګونه اوسېدونکي وایي، د دغه کلي دوو اوسېدونکو ژورې څاګانې کیندلې او هره ورځ زرګونه لېټره اوبه ترې پلوري چې له امله یې د سیمې خلکو څاګانې وچې شوې دي.
د «ناوه جعفر» کلي يوه مخور محمد حسين مهدوي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه کلي کې شاوخوا ٥٠٠ کورنۍ ژوند کوي او له تېرو دوو کلونو راهيسې د وچکالۍ سختېدو له امله په کال کې ١٥زره افغانۍ د خپلو څاګانو په کیندلو لګوي، څو د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.
هغه زياته کړه، د یاد کلي دوو اوسېدونکو «قربان جعفري» او «بوستان نجفي» له تېر کال راهیسې ژورې څاه ګانې کيندلې چې له دې لارې د ورځې زرګونه لېټره اوبه پلوري.
د هغه په خبره، له دغو دوو څاګانو هره ورځ په ٣٠ ټانکرونو کې شاوخوا ١٨زره لېټره اوبه پر دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو پلورل کېږي چې له امله يې په کلي کې د څښاک اوبو نورې څاګانې وچې شوې دي.
د یاد کلي بل اوسېدونکي علي اصغر قاسمي وويل، په دايکنډي کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د وچکالۍ کچه ډېره شوې او د خلکو يوازېنۍ تکيه د څاګانو پر سطحې اوبو ده چې هغه هم مخ په وچېدو دي.
هغه د اوبو پلورونکو د څاګانو ژوروالی له ۳۵ تر ۴۰ مترو ډېر وباله.
د هغه په وينا، د سيمې خلکو څو ځلې دوى ته سپارښتنه کړې او موضوع یې ان د رسمي شکایت پاڼې له لارې د دايکنډي د اوبو او برېښنا له رياست سره شریکه کړې ده، خو په اړه یې تر اوسه هيڅ اقدام نه دی شوی.
یاد اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې که د دغه کار مخنیوی ونه شي، نو ډېر ژر به ځايي خلک د څښاک اوبو نشتوالي له امله خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته به کډه وکړي.
خو د اوبو د څاګانو مالکان بیا بېلابېل دلیلونه لري.
د نيلي په دويمه ناحیه او پنځم ګذر کې د اوبو يوې څاه مالک قربان نجفي وويل، د قانون له مخې حق لري چې پر خپل شخصي ملکيت کې څاه وکيندي او اوبه يې وپلوري.
هغه زياته کړه، د ده د اوبو څاه ٣٠ متره ژوره ده، ۴۰ کاله مخکې کيندل شوې وه چې مخکې یې له اوبو د کرنې لپاره استفاده کوله، خو اوس يې هوډ کړی چې ویې پلوري.
هغه وويل: ((فکر نه کوم چې زما د څاه اوبو د پلور په بندولو سره به د دایکنډي ولایت د وچکالۍ بحران حل شي.))
بلخوا د دويمې څاه مالک بوستان نجفي وویل، پوهېږي چې کار يې ناسم دى او بايد ویې نه کړي، خو په قصدي ډول يې دغه اقدام کړی/ کوي یې.
هغه وویل: ((له څو کلونو راهیسې تر اوسه دغو خلکو په خپلو کورونو کې د څاهګانو په کیندلو او له څاه د سولر سیسټم په وسیله په مکرر ډول د اوبو را ایستل، د دې لامل شول چې زموږ کاریزونه وچ شي، اوس نوبت زموږ دی څو په ورته اقدام کې د هغوی د څاګانو اوبه وچې کړو.))
هغه څرګنده کړه: ((په هغه صورت کې چې خلک ژمنه وکړي چې نور په خپلو کورونو کې د اوبو را ایستلو لپاره له لمریزې برېښنا استفاده نه کوي، موږ هم د اوبو له پلوره لاس اخلو.))
په ورته مهال هغه وایي چې چمتو دی څو دغه موضوع له قانوني لارې تعقیب کړي.
خو د دايکنډي د اوبو او برېښنا رياست د دې موضوع له څېړلو خبر ورکوي.
پر دايکنډي د هلمند بر سیند د فرعي حوزه د اوبو چارو د تنظیم امر خداداد صامت وویل، دوى د «ناوه جعفر» کلي د اوسېدونکو له خوا په دې عنوان يو عريضه ترلاسه کړې ده.
هغه څرګنده کړه چې د موضوع څېړلو په موخه د سیمې لپاره يو پلاوى ټاکلی، خو عریضه کوونکو تر اوسه د پلاوي استعلام ته ځواب نه دى ورکړى.
صامت زياته کړه چې پر دې موضوع کار روان دى او په هغه صورت کې چې د یادې حقوقي دعوې دواړه لوري حکومت ته غاړه کښې نهږدي، نو موضوع یې امنيتي او قضايي بنسټونو ته راجع کېږي.
خو دغه حکومتي مسوول وایي، په دايکنډي کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د وچکالۍ ناورین زياتېدل د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له مهمو اندېښنو دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP