پلخمري (پژواک ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په بنو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد، نن (چهارشنبه) د بغلان په بنو ولسوالۍ کې له وسله والو سره د نښتې د تايیدولو ترڅنګ پژواک اژانس ته وویل چې په بنو ولسوالۍ کې د نامسووله وسله والې ډلې پر يوه پټنځای د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي.
ده زياته کړه، په وژل شویو کسانو کې د اسدالله په نوم د تېر نظام د بنو ولسوالۍ امنیې قوماندان او د شېراحمد په نوم یو بل قومندان هم شامل دي چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
يو ځایي اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې تېره شپه د بنو ولسوالۍ په سرد دره سیمه کې جګړه شوې ده.
هغه وايي، ده ته د جګړې سیمې کلي ته څېرمه اوسېدونکو ویلي چې څو وسله وال په یوه کلي کې مېلمانه وه چې د امنیتي ځواکونو له خوا پرې برید شوی، د بنو ولسوالۍ د پخواني امنیې قوماندان اسدالله په ګډون ۷ تنه په کې وژل شوي دي.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په اندراب درې او خوست ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت ځواکونو له خوا د ترسره شویو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې لس وسله وال وژل شوي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن