کابل (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویلي، په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو ملاتړ نه کوي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، مخالفینو ته د خبرو دروازې پرانیستې دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدلي دي.
حقاني ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې د هوکړې پر اساس هيچا ته اجازه نه ورکوي چې بل هېواد ته له افغان خاورې ګواښ پېښ کړي.
دغه راز هغه ویلي: «په کور دننه مخالفینو ته مو همیشه د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي.»
سرپرست وزیر زیاته کړې: «له نړۍ څخه هم غواړو چې په افغانستان کې د هيڅ کومې مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي... اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې نیکولسن د افغانستان امنیت د سيمې او نړۍ لپاره ډېر مهم بللی او د کورنيو چارو سرپرست وزير هم د امنیت په برخه کې له خپل اړخه ډاډ ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نیکولسن د نړۍ امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی او ژمنه یې کړې چې هيڅکله به هم په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي.
دغه راز نیکولسن د یادې لیدنې په اړه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «زموږ په خبرو کې ما خپله حیرانتیا او ژوره مایوسي څرګنده کړه چې له نوروز وروسته د نجونو لپاره منځني ښوونځي نه دي پرانيستل شوي. ښاغلي حقاني په ښکاره ژمنه وکړه چې په څو اونیو کې به دا ستونزه حل کړي.»
سرچینه زیاتوي چې په دې ليدنه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ په بهر کې د چاپ شوو افغان پاسپورټونو په رالېږد هم خبرې وشوې او نیکولسن د یادو پاسپورټونو په رالېږد کې د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ ژمنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP