Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نړیوالو ادارو راپور: د افغانستان نیمایي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډ راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان شاوخوا نیمایي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.

په کابل کې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې مطبوعاتي دفتر له خوا د غویي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې که څه هم بشري مرستو په ژمي کې د انساني ناورین مخه ونیوله، خو زیاتوي چې اوس هم په افغانستان کې په بېساري ډول لوږه شته ده.

په افغانستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو سره نړیوالې ټولنې او ځینو مرستندویه هېوادنو خپلې مرستې بندې او یا هم کمې کړې چې له امله یې اقتصادي بحران رامنځته شو.

په دغه ګډ راپور کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي ریچارډ ترنچارډ په افغانستان کې د خوړو امنیت نازک بللی او په دغه هېواد کې له اړمنو سره د مرستې غوښتنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې، د افغانستان د کروندګرو ستونزو ته باید رسېدنه وشي.

په دغه راپور کې وړاندوینه شوې چې د غنمو د حاصلاتو په رسېدو او د بشري مرستو په زیاتېدو سره به د روان کال په نومبر میاشت کې د لوږې کچه ۱۸.۹میلیونه کسانو ته راکښته شي.

پر همدې مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام مسوول الن مک ګروتي د افغانستان د خلکو ژغورلو لپاره له دغه هېواد سره د غذايي ملاتړ او بېړنیو مرستو دوام مهم بللی او زیاته کړې: «موږ په تېرو څو میاشتو کې د نړۍ تر ټولو لوی بشردوستانه غذايي پروګرام تر سره کړ چې دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه څه باندې ‍۱۶ میلیونه کسانو ته رسېدلي دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې اوس مهال په افغانستان کې وچکالي او قتصادي بحران د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي او ټینګار یې کړی چې اوس وخت په دغه هېواد کې د خوړو نه خوندیتوب ستونزه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې په اوکراین کې د جګړې دوام په افغانستان کې د توکو د بیو لوړېدو لامل شوی او افغانان یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ زیاتوالې اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو ویلي و چې اوسمهال د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه خلک یې کافي خواړه نلري. دغه سازمان ویلي و چې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون له اهل تشیع علماوو سره په لیدنه کې ویلي وو، د نوي حکومت له راتګ سره هڅه وشوه چې اقتصاد سقوط شي؛ خو الله الحمد نوي حکومت دعوایدو په تنظیم سره وکولای شول چې د حکومت د نورو لګښتونو تر څنګ سلګونه زره مامورینو ته د پخوا په شان معاشات ورکړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.