ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د څمکنیو او ډنډپټان خلکو د ولور پر کمولو هوکړه کړې ده

د پکتیا د څمکنیو او ډنډپټان خلکو د ولور پر کمولو هوکړه کړې ده

author avatar
12 May 2022 - 15:26
د پکتیا د څمکنیو او ډنډپټان خلکو د ولور پر کمولو هوکړه کړې ده
author avatar
12 May 2022 - 15:26

ګردېز (پژواک، ٢٢ غويى ١٤٠١): د پکتيا د څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو ځینو قومونو د ولور پر کمېدو هوکړه کړې او ترمنځ یې تړون شوی دی.

د دوی په خبره، په يادو ولسواليو کې ورځ تر بلې ولور او د واده نور لګښتونه پورته تلل، نو د دغه کار د مخنيوي لپاره يې اقدام وکړ او بالاخره يې د ولور اندازه وټاکله.

د پټان ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي ميرګل پژواک ته وويل: ((موږ په خپله ولسوالۍ کې څو قومونه سره جرګه شوو او دا پرېکړه مو وکړه چې له دې وروسته به ولور څلور لکه افغانۍ وي.))

نوموړي وويل، دغه اندازه ولور يې د سيمې دودونو او رواجونو ته په کتو ټاکلی او د خلکو لپاره مناسب ولور دی.

ده وويل چې د ولور اندازه نوره هم بايد ټيټه وای خو له يوې خوا د دې سيمې د ودونو لګښتونه زيات دي او له بلې خوا ورځ تر بلې د ولور اندازه زياتېده او په ځينو سيمو کې تر يو ميليون افغانيو ته رسېدلې وه.

دغه راز په څمکنيو ولسوالۍ کې هم د قومي مشرانو له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې د ولور اندازه ټاکل شوې ده.

د يادې ولسوالۍ يوه مشر حاجي صابر پژواک ته وويل: ((د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېر وخت راهيسې په دې لټه کې وو چې د ولور لپاره يوه کمه اندازه وټاکي چې بالاخره د ولور اندازه پنځه لکه افغانۍ وټاکل شوه.))

نوموړي وويل، د دې پيسو ترڅنګ هغه مصارف چې د واده پر مهال کېدل، د هغوی د مخنيوي په برخه کې هم بنديز دی او له ټاکلي حده څوک زيات لګښت نه شي کولای.

صابر وويل چې د دغه تړون لپاره يې ځانګړې طرحه جوړه کړې او سرغړوونکي به د تړون مطابق جريمه کېږي.

خو بل لور ته يوه مدني فعال دين محمد همت وايي، د ولور کمېدو په برخه کې دا ډول تړونونه د پکتيا په نورو سيمو کې هم شوي، خو له بده مرغه چې په سم ډول نه دي عملي شوي او د ولور کچه بېرته د پخوا په شان پورته شوې ده.

د ده په خبره، دغه شان تړونونه ځکه نه عملي کېږي چې ولور د دوو لورو ترمنځ په پټه ټاکل کېږي او اصلي اندازه يې خلکو ته نه ښودل کېږي.

د يادونې ده، دا مهال په پکتيا کې له اووه سو زرو تر يو ميليون افغانيو پورې ولور اخيستل کېږي چې د واده له نورو لګښتونو سره شاوخوا يونيم ميليون افغانيو ته رسېږي.

Views: 169

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.