ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې له لسګونو سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د جامو مرسته وشوه

په بغلان کې له لسګونو سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د جامو مرسته وشوه

author avatar
13 May 2022 - 14:57
په بغلان کې له لسګونو سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د جامو مرسته وشوه
author avatar
13 May 2022 - 14:57

[restrict paid="true"]

پلخمری (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د هوساینې او پرمختیايي خدمتونو موسسې/ ADWSO د بغلان د مرکز او دهنه‌غوري ولسوالۍ په نهو سېلاب‌ځپلو کلیو کې له ۱۸۱ کورنیو سره د جامو مرسته وکړه.

د دې موسسې ولایتي مسوول محمد نذیر عاطف پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته یې له طبیعي پېښو سره د مبارزې او کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په ملتیا د دغه ولایت د مرکز پلخمري او دهنه‌غوري ولسوالۍ په نهو کلیو کې پر ۱۸۱ سېلاب‌ځپلو کورنیو ووېشله.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره جامې، بوټونه او نور اړین توکي شامل دي.

دی وايي، د سېلاب‌ځپلو له منځه یې دا کورنۍ د یوې سروې په پایله کې ټاکلې وې چې غربت سختې ځپلې او تر نورو ډېرې مستحقې وې.

د پلخمري اړوند د سره کوتل سیمې د کندهاریو کلي یوه اوسېدونکي بسم الله خان چې مرسته یې ترلاسه کړې وه، پژواک ته وویل، د دوی په کلي کې له ۷ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د یو- یو بکس جامو مرسته وشوه.

نوموړي پر دې مرسته خوښي وښوده خو غوښتنه یې وکړه چې نورې مرستې هم ورسره وشي؛ ځکه سېلابونو یې هر څه وړي دي.

په بغلان کې له سېلاب‌ځپلو سره د جامو دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو ۹۰۰ کورنیو ته مالي زیانونه اړولي دي.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.