کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د خبریالانو نړیوال فدراسیون وایي چې د افغانستان په هرات ولایت کې یوې نظامي محکمې د خالد قادري په نوم یو ځایي خبریال پر یو کال بند محکوم کړی دی.
د دغه فدراسیون (ای اېف جي) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خالد قادري د هرات د استخباراتو له خوا شاوخوا دوه میاشتې مخکې نیول شوی و او تر اوسه په بند کې دی.
سرچینې زیاته کړې، استخباراتو خالد قادري “بهرنیو مطبوعاتو ته د جاسوسۍ” او په ټولنیزو شبکو کې “پر طالبانو د نیوکو کولو” له امله نیولی او محاکمه شوی خو د هغه د جرم په هکله یې څه نه دي ویلي.
د یاد فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي: “د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو د نظامي محکمې له خوا د خالد قادري نیول کېدل او محاکمه کېدل غندي او په سملاسي توګه یې د خوشي کېدو غوښتنه کوي.”
بلخوا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي چې قادري د “خبریالۍ په کوم جرم” تورن نه و، بلکې د هرات لومړنۍ محکمې د “جنایي جرم” له امله پر سزا محکوم کړی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون پر سرپرست حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو ځورول او ربړول بند کړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د نوي حکومت له راتلو وروسته په افغانستان کې خبریالان له ګواښونو، سختو محدودیتونو او پر خپلسرې توګه له نیول کېدو سره مخ دي.
د افغانستان د ازادو ژرونالېستانو اتحادیې (AIJA) هم د ډېرو رسنیو له بندېدو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې په تېرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۲ مطبوعاتي شبکو خپرونې بندې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP