کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۱): د هندوستان پلازمېنې نوې ډیلي کې د اورلګېدنې له امله ۲۶ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هندي رسنیو خبر ورکړی چې دغه اورلګېدنه نوي ډیلي کې په یوه څلور پوړیزه ودانۍ کې رامنځ ته شوې وه او له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي مسوولینو ویلي چې په دې پېښه کې ۲۶ کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي چې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP