ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د لړم زهر د کرونا درملنې لپاره بې اغېزې دي؛ خلک مه سرګردانه کوئ

د طب پوهان: د لړم زهر د کرونا درملنې لپاره بې اغېزې دي؛ خلک مه سرګردانه کوئ

author avatar
14 May 2022 - 16:48
د طب پوهان: د لړم زهر د کرونا درملنې لپاره بې اغېزې دي؛ خلک مه سرګردانه کوئ
author avatar
14 May 2022 - 16:48

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۱): د طب پوهانو، د کرونا درملنې لپاره د لړم د زهرو اغېزې په تړاو انټرنيټي سایټونو کې خپاره شوي مطالب اوازې بللې، له دغو کاروونکو يې غوښتي، څو د دا ډول موضوعګانو په خپرولو سره خلک سرګردانه نه کړي.

ځینو خبري اژانسونو او وېبپاڼو داسې لیکنې خپرې کړي چې ګواکې د لړم زهر د کرونا ناروغۍ په درملنه کې اغېزناک دي.

«اینډېپنډنټ فارس» خبري سایټ د «لړم زهر کولای شي د کرونا له نویو بڼو سره مبارزه کې اغېزناک وي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، د طب پوهانو موندلې چې د لړم وژونکي زهر ممکن وکولای شي د کووېډ-۱۹ ویروس له نویو بڼو سره مقابله کې مرسته وکړي.

د سرچینې په خبره، په سنتی طب کې د لړم له زهرو په ټوله نړۍ کې استفاده کېږي؛ خو اوس د «ابرډین» پوهنتون څېړونکو کشف کړې چې د لړم د زهرو «حیرانونکی مخلوط» کولای شي د کرونا ویروس له نویو بڼو سره مبارزه وکړي. په دې څېړنه کې، د مصر د دښتو د لړمانو زهر اخیستل شوي او لړمان بېرته خپلو طبیعي استوګنځایونو کې خوشي کړای شوي دي.

په ورته مهال، د «باشګاه خبرنګاران جوان» خبري سایټ هم د انډېپېنډنټ په حواله دا ډول راپور خپور کړی او لیکلي یې دي: «څېړونکو د کرونا ويروس په اړه په خپله نوې څېړنه کې، د دغه ویروس په درملنه کې د لړم د زهرو اغېز په اړه حیرانوونکې پایلې ترلاسه کړې دي.»

د یادونې ده چې د «اعتماد انلاین» په نوم سایټ هم دغه راپور خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي، په سکاټلنډ کې د څېړونکو یوې ډلې موندلې، د لړم زهر چې معمولاً په مختلفو درملو کې کارول کېږي، کولای شي د کرونا ویروس له نویو بڼو سره مبارزه کې ګټور تمام شي.

دغه رزا د  «اقتصاد انلاین» په نوم خبري سایټ هم دغه مطلب په خپله وېبپاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي: «د کرونا په درملنه کې د لړم زهر اغېزناک دي؟»

د کابل ښار د خېرخانې پنجصد فامیلي سیمې اوسېدونکې مدینې پژواک ته وویل: «د تېر کال په ژمي کې زما مور پر کرونا اخته شوې وه او عمر یې ډېر و، ورور مې په انټرنټ کې ولوستل چې د لړم زهر د کرونا درملنې لپاره ګټور دي؛ څو ورځې د لړم په زهرو پسې ګرځېدو خو پیدا مو نه کړل.»

نوموړې زياته کړه، کله یې چې د لړم زهر پیدا نه کړل، له ځینو نورو یوناني درملو لکه ادرک او شاتو یې ستفاده کوله.

خو ایا د کووېډ-۱۹ ناروغۍ درملنې لپاره د لړم زهر واقعاً اغېزناک دي؛ ډاکټران په دې اړه څه وایي؟

په کابل کې د افغان-جاپان روغتون سرطبيب ډاکټر طارق احمد اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرونا په درملنه کې د لړم زهرو د اغېز په تړاو راپورونه، حقیقت نه لري او اوازې دې.

هغه زیاته کړه: «دا مسئله [د لړم زهر کولای شي کرونا له نوې بڼې سره مبارزه کې اغېزناک وي] د مخکینیو هغو اوازو په څېر ده چې ګواکې د کرونا لپاره د الکوزي درمل ګټور دي، دا هم اوازه ده او حقیقت نه لري.»

د هغه په ​​باور، د دغه ډول موضوعاتو خپرول د خلکو د ستړیا، له سمې لارې د منحرف کېدو او دوکې لامل کېږي، باید مخنیوي ترې وشي.

ډاکټر طارق له خلکو غواړي چې په داسې اوازو چې علمي اساس نه لري او له واقعیته لري دي، باور ونه کړي؛ بلکې روغتیایي سپارښتنو لکه د واټن مراعاتول، ماسک تړل او په وار وار د لاسونو مینځلو ته جدي پام وکړي.

دغه راز نوموړي د کرونا واکسین پر تطبیق هم ټینګار وکړ او ویې ویل، له کرونا ناروغي سره د مبارزې لپاره تر اوسه له واکسین پرته نور درمل نه دي کشف شوي.

هغه زیاته کړه: «تر څو چې د عامې روغتیا وزارت او یا د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري کوم معلومات خپریږي، دوی باید ورته غوږ ونیسي او هرې خبرې ته باید غوږ ونه نیسې او قبوله یې نه کړي.»

دغه راز په کابل کې د افغان-جاپان روغتون د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د کیفیت او کنټرول ټرېنر ډاکټر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل، تر اوسه داسې مورد نه دی موجود چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په درملنه کې د لړم زهر اغېزناک وي.

نوموړي زیاته کړه، د لړم زهر د شخص د معافیت پیاوړي کولو لپاره ګټور دي، خو ټوله کې داسې څه نشته چې د لړم له زهرو په استفادې د کوویډ-۱۹ مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، مسوولینو هم له ویبپاڼو وغوښتل چې اوازې دې نه خپروي؛ ځکه چې دغه کار سره خلکو ته ناسم معلومات رسېږي او ښايي خطر هم رامنځته کړي.

سرچينې څرګنده کړه، د لړم زهر کېدای شي د درملو په جوړولو او ترکیب کې وکارول شي، خو له هغه مستقيمه استفاده ښایي ډېر خطرناک واقع شي.

په ورته مهال، د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک ته وويل، ترسره شوو څېړنو ښودلې چې د لړم له زهرو د سرطاني، روماتيزم او د زړه د مصنوعي پیوند او رګونو نارغیو لپاره د درملو په تولید کې کار اخیستل کېږي.

خو نوموړي زیاته کړه: «دا بحث چې د لړم زهر د کرونا ویروس لپاره ګټور دي په کلکه ردوو او په دې اړه دقیقې څېړنې هم نه دي شوې او د نړۍ هېڅ روغتیايي سرچینې هغه دا نه دی تایید کړې چې د لړم زهر د کرونا ویروس لپاره ګټور دی.»

هغه هم د واکسین پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر کس باید د کرونا واکسین واخلي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.