[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۱) : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د تاجیکستان ولسمشر املام علي رحمان سره د افغانستان پر سرحدي امنیت خبرې کړې دي.
روسي رسنۍ ټاس خبر ورکړی چې دواړو مشرانو د ټېلېفوني خبر پر مهال له افغانستان سره په ګډه د وروستیو امنیتي ستونزو باندې بحث کړی دی.
دا اړیکه په داسې حال کې شوې، چې داعش ډلې په دې وروستیو کې د یوې ویډیو خپرولو سره ادعا کړې وه،. چې د افغانستان له خاورې یې پر تاجیکستان توغندي ویشتي دي.
روسیه وایې د افغانستان په شمال کې حالات له نږدې څاري او له خپل ملګري تاجیکستان سره به د ګواښ په صورت کې هر ډول مرسته کوي.
دغه اژانس لیکي چې ولادمیر پوتین او امام علي رحمان د تاجیکستان پولې ته څېرمه په وروستیو پېښو اندېښنه ښودلې ده.
سرچینې زیاته کړې، دواړو ولسمشرانو ټينګار کړی چې په راتلونکي کې د هر ډول پرمختګ او ګواښونو په اړه باید ګډ چمتوالی ولري او دا چې په افغانستان کې د اورپکو ډلو فعالیتونه به له نږدې څاري.
[/restrict]
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن