فراه (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاریخي ابداتو ساتنې برخې مسوول وايي چې په دغه ولایت کې نږدې ټول لرغوني ځايونه د تخريب له خطر سره مخ دي.
د یاد ریاست د تاریخي ابدو ساتنې امر فرهاد ایوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ستونزه يې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره هم شریکه کړې ده.
هغه وویل چې د لاش او جوین لرغونې کلا چې له فراهرود سره نږدې موقعیت لري، د اوبو له خوا يې هر کال ځينې برخې تخريبېږي.
د دغه ولایت اوسېدونکي هم له حکومته غواړي چې د تاريخي ابدو ساتنه دې وکړي.
د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکي موسی قانع پژواک ته وویل چې د فريدون کلا، کافرکلا يا کک کهزاد د تخريب له جدي ګواښ سره مخ دي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د يادو ځايونو د ساتنې او له تخريبه د ژغورنې لپاره دې عملي اقدامات وکړي.
هغه زياته کړه چې تاريخي ابدې د يوه هېواد هويت ګڼل کېږي او ساتنه يې د ټولو خلکو دنده ده.
د فراه ښار يو بل اوسېدونکي ابراهیم هم وويل چې که اوس په هېواد په ځانګړې توګه فراه کې امنیت ښه شوی او حکومت دې د سيانيانو را جلبولو لپاره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه چې که حکومت د سيالنۍ برخې ته پاملرنه وکړي، نو په وينا يې چې د هېواد پر اقتصادي وضعيت به مثبته اغېزه وکړي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې تر اوسه ۳۹ تاریخي ځايونه کشف شوي چې ۲۲ يې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت او ۱۷ نور لا نه دي ثبت شوي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن