ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال ریاست: سږکال به د غواګانو له فارمه ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید ولرو

د ننګرهار کانال ریاست: سږکال به د غواګانو له فارمه ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید ولرو

author avatar
15 May 2022 - 16:41
د ننګرهار کانال ریاست: سږکال به د غواګانو له فارمه ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید ولرو
author avatar
15 May 2022 - 16:41

جلال اباد (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، سږکال به د دغې ادارې اړوند د مالدارۍ فارم د غواګانو له محصولاتو څخه ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي.

مسوولين وايي، د مالدارۍ فارم غواګانې هره مياشت ۱۶زره او ۵۰۰ لیټره شېدې ورکوي چې کلنی عوايد به يې تر لس ميليونه افغانيو ورسېږي.

د ننګرهار ولايت د کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل نن (د غويي ۲۵مه) پژواک اژانس ته وويل چې د دغې ادارې اړوند په مالدارۍ فارم کې ۲۶۵ غواګانې شته چې له ډلې يې ۵۵ غواګانې شېدې ورکوي.

د هغه په وينا، هره ورځ له غواګانو څخه ۵۵۰ لیټره شېدې ټولېږي چې د مياشتې ۱۶زره ۵۰۰ لیټره کېږي.

غريبمل زياته کړه، له يادو شېدو څخه د کال ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد اټکل شوی او هڅه کېږي چې راتلونکو کلونو کې د غواګانو شمېر ډېر شي؛ څو د محصولاتو کچه يې لوړه شي.

نوموړی وایي، دغه فارم د هډې فارم امریت ته څېرمه پر ١٧ جریبه ځمکې باندې جوړ شوی.

سيد همايون غريبمل زياتوي: «پلان لرو چې د مالدارۍ شته فارم لا منظم او عصري کړو، د شېدو او لبنیاتو برخه به يې لا غښتلې کړو.»

د ننګرهار کانال رياست د مالدارۍ فارم امر انجينر شکر الله نورزي پژواک ته وويل چې دغه فارم منظم حیواني کلينيک، وترنران، د لوشنې اتومات ماشينونه، ترکيبي غذا، د البسو او دانو ساتنځايونه، منظم اوبه خور سيستم، پراخې او منظمې غوجلې او نورې اسانتياوې لري.

د ننګرهار ځینې اوسېدونکي د مالدارۍ فارم د شېدو له کيفيت او قيمته خوښ دي خو غوښتنه يې دا ده چې بايد شېدې په عام ډول د ښار ټولو هټیو ته ورسېږي.

د جلال اباد ښار د انګورباغ سيمې يوه اوسېدونکي نويد پژواک ته وويل چې پخوا به د مالدارۍ فارم ځانګړي ټانکرونه په ښار کې ګرځېدل او پر خلکو يې د مالدارۍ فارم شېدې خرڅولې؛ خو اوس دغه لړۍ بنده شوې ده.

د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، هڅه کوي چې د شېدو په زياتوالي سره دغه چاره بيا پيل کړي.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.