Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د تاریخ تېرو توکو د پلور په تور دوه کسان نیول شوي

پلخمري (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې دوه کسان د تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو د پلور په تور ونیول شول.

دغه کسان د بغلان امنیه قوماندانۍ له درنو جرمونو او فساد سره د مبارزې ادارې د منسوبینو له خوا له ۱۰۰ کارتنه خوراکي او غېر خوراکي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد ادریس شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کسان  له سل کارتنه خوراکي او غېر خوراکي توکو سره یو ځای د پلخمري ښار په منډوي کې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، له نیول شوو کسانو څېړنې پیل شوې چې دوسیې به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د امنیه قوماندانۍ اړوند له درنو جرمونو او فساد سره د مبارزې ادارې مدیر ملا مسعود سیف الله وايي، د تاریخ تېرو او بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د پېر او پلور په خلاف یې کمپاین پیل کړی او دغه کار ته یې یوه ډله ګومارلې ده.

دده په خبره، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې بې کیفیته او تاریخ تېر توکي پلوري.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي او هغه کسان دوی ته په ګوته کړي چې تاریخ تېر او بې کیفیته توکي پلوري.

د سرپرست حکومت له راتلو وروسته دا په بغلان کې لومړی ځل دی چې تاریخ تېر توکي ترلاسه او پلورونکي یې نیول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.