ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شبرغان ښار اوسېدونکو د حلقوي سړک د جوړېدو کار د بشپړېدو غوښتنه وکړه

د شبرغان ښار اوسېدونکو د حلقوي سړک د جوړېدو کار د بشپړېدو غوښتنه وکړه

author avatar
16 May 2022 - 19:38
د شبرغان ښار اوسېدونکو د حلقوي سړک د جوړېدو کار د بشپړېدو غوښتنه وکړه
author avatar
16 May 2022 - 19:38

شبرغان (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د شبرغان ښار اوسېدونکي د دې ښار د حلقوي سړک د جوړېدو له چارو چې اته کاله وړاندې پیل شوې وې او لا هم نه دي بشپړې شوي، شکایت کوي او له سرپرست حکومته یې د بشپړېدو غوښتنه وکړه.

دوی ادعا کوي چې نږدې یوه لسیزه کېږي چې د دغه سړک چارې پیل شوې او تر اوسه درې کیلومتره پوخ شوی دی.

د شبرغان ښار د «عید محلۀ» سیمې اوسېدونکي حیت مراد یولداش پژواک خبري اژانس ته وویل: «اته کاله مخکې کله چې د حلقوي سړک چارې په شبرغان کې پیل شوې، په خپلو جامو کې نه ځايېده، خو زموږ هيلې له خاورو سره خاورې شوې او په اتو کالو کې دغه پروژه بشپړه نه شوه.»

هغه وایي: «دغه سړک له خلکو قرباني واخیسته او ډېرو خلکو خپل کورونه او باغونه د دغه سړک د نقشې په خاطر له لاسه ورکړل څو یې کار عملي شي، هیله مند یو چې چارواکي دا ځل خلک دردمند نه کړي او د دغه سړک کار بشپړ کړي. »

دی زياتوي: «کلونه کېږي چې د دغه سړک دواړو خواوو ته مېشت خلک خاورې خوري او خاورې تنفس کوي، او په ژمي کې د خټو له لاسه ورځ نه لري، او دا چې د دغه سړک برخلیک به څه کېږي معلوم نه دی، موږ له ډېرې مودې راهيسې د کار د بشپړېدو په تمه وو او په بشپړه توګه ناهیلې شوي یو.»

د شبرغان د «یکه باغ» سیمې اوسېدونکی عبدالغفور هم شکایت کوي او وایي: «موږ هره ورځ پر دغه لاره  تګ راتګ لرو او د نورو خلکو په پرتله ډېر د دغې پروژې د نه عملي کېدو له امله ځورېږو.»

نوموړي زیاته کړه، په سیمه کې یې وضعیت دا ډول دی چې که څوک ناروغ شي، نو کلینیک ته یې رسول ستونزمن دي.

د ده په خبره، په دغه سیمه کې د سړک د خرابېدو له امله ټکسي او ریکشې لږ تګ راتګ کوي.

عبدالغفور زیاته کړه: «خدای دې وکړي چې اوسنی حکومت لاس په کار شي او زموږ د سړک چارې سرته ورسوي.»

د جوزجان والي د دفتر رییس محمد مجاهد پژواک ته وویل: «د شبرغان حلقوي سړک د پخولو کار د دغه سړک د قراردادي شرکت د مسوول د تېښتې له امله ځنډول شوى دى.»

هغه وایي، دغه سړک چې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متر غرض لري، دوه ۱۲ متره ليکې، دوه ۷متره قیر شوې ليکې، یو د سړک منځ ګلدان او د سړک غاړې ویالې لري او ۱.۳ میلیارده افغانۍ لګښت لري.

هغه وويل: «د دې سړک چارې بايد کلونه مخکې بشپړې شوې وى، خو د وخت د مسوولينو بې توجهي او د سړک جوړونې شرکت کمزوري د دې لامل شوى وو چې دغه سړک بشپړ نه شي.»

هغه وویل: «موږ پلان لرو چې د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د فوايد عامې وزارت سره اړیکه ونیسو څو د پلي کولو لپاره چې ډېر لګښت ته اړتیا لري، یوه د لاره پیدا کړو.»

د جوزجان د والی د دفتر رییس یادونه وکړه چې دغه پروژه د شبرغان خلکو ته ډېره مهمه ده، ځکه د ۶۰ متره سړک چارې اته کاله وړاندې پیل شوې وې چې تر اوسه پورې ۳ کیلومتره پوخ شوی دی.

هغه وویل، د ولایت رهبري ټینګار کوي چې د سړک چارې دې له وړاندیز شوي پلان سره سمې بشپړې شي او خلک وروسته له دې د سړک نه لرلو ستونزه ونه لري.

د شبرغان ښار د حلقوي سړک چارې په ۱۳۹۳ کال کې پیل شوې، خو دا سړک له کلونو راهیسې د بېلابېلو ننګونو او د تطبیقي شرکت د سستوالي له امله له پلي کېدو پاتې دی او د خلکو منځ کې یې بې باوري رامنځته کړې ده.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.