کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له هغو څلورو کسانو دوه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د ۱۹کلنو له کرکټ جام وروسته انګلیستان کې پاتې شوي وو.
د دغه بورډ ویاند فریدالله هوتک پژواک خبري اژانس ته په رالېږلي پیغام کې د بورډ د هغو دوو کارکوونکو (شیرالله افغان او ډاکټر صفت الله) څرګندونې را استولي چې په وروستیو کې انګليستان کې پاتې شوي وو.
د هغه په وینا، یادو دوو کسانو ویلي، غوښتل یې چې په انګليستان کې ژوند وکړي، خو پرېکړه یې بدله کړه او خپل هېواد ته د خدمت لپاره بېرته راستانه شول.
سرچینې وایي، افغان او صفت ویلي چې د کرکټ بورډ چارواکو له هرکلي سره مخ شوي او ډاډ یې ورکړی چې په کرکټ بورډ کې به د بیا خدمت فرصت ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال سلواغې په ۱۸مه رسنیو د افغانستان کرکټ بورډ د یوې سرچینې په حواله لیکلي وو چې د افغانستان له ۱۹کلنو کمعمره لوبډلې یو لوبغاړی او د افغان کرکټ بورډ رسنیو د څانګې کارکوونکی صدیق الله عابد، د لوبډلې ډاکتر صفت الله، ویډیو ژورناليست شېرالله په انګلیستان کې پاتې شوي دي.
سرچینې هغه مهال د لوبغاړو نومونه نه و په ډاګه کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې په ۲۰۱۰ میلادي کې کال کې د افغانستان کرکټ د نولسکلونو کمعمره ځوانانو ۷ لوبغاړي په کاناډا کې له لوبډلې پاتې شوي وو.
Views: 112
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن