کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خېرخانې په کوتل سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې شوې ده.
هغه وایي چې دغه چاودنه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې او دوه ملکي وګړي یې برسېرن ټپیان کړي دي.
ځینو سرچینو لیکلي چې دغه چاودنه د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر شوې ده.
Views: 73