اسعدآباد (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د کونړ والي وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د استخباراتو ریاست لهخوا یوه نجلۍ چې شاوخوا اتلس میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوې وه، د سړي تښتوونکو له بنده راخوشې شوه.
والي مولا محمد قاسم خالد وايي، په دې تړاو يې دوه کسان نيولي او څېړنې ترې روانې دي.
د يادې نجلۍ کورنۍ هم دغه خبره تاييدوي او وايي چې لور يې له اتلس مياشتې ځنډ وروسته د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې موندل شوې ده.
د تښتول شوې نجلۍ پلار عبدالقادر وویل: «لور مې اتلس میاشتې مخکې تښتول شوې وه او موږ د دوامدارو هڅو باجود د موندنې او راخلاصولو څخه یې عاجز وو.»
ده له حکومت او په ځانګړې توګه له استخباراتو رياست څخه د خپلې لور د راخلاصېدو له امله مننه وکړه.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن