[restrict paid=”true”]
هراتښار (پژواک، ٢٧ غویی ۱۴۰۱): د هرات امنیه قومانداني وایي، دوه وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي دي.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي د دغه خبر په تاییدولو سره پژواک ته وویل، چې دوه وسلهوال غله تېره شپه د يوه موټرسايکل له غلا کولو وروسته له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د رسولي په وینا، دغه پېښه وړمه شپه د انجیل ولسوالۍ اړوند په «سروِستان» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، له غلو څخه یې یوه «ټي. ټي» تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
د ویلو ده، په هرات ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د جنايي جرمونو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
[/restrict]
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن