[restrict paid=”true”]
ترینکوټ (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د اروزګان په دهراوود ولسوالي کې د دوو کورنیو خپلمنځي شخړې له امله ۴ کسان ټپيان شوي دي.
د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په ګمرکیانو سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دوو کورنیو غړو د کلیوالي موضوعاتو پر سر شخړه کړې او پر یو او بل یې د چړو ګوزارونه کړي دي.
دی وايي، په دې شخړه کې ۴ کسان ټپيان شوي چې دوه د یوې او دوه نور د بلې کورنۍ غړي دي.
د ده په خبره، له پېښې سمدستي وروسته امنیتي کسان سیمې ته تللي، ټپيان یې روغتون ته لېږدولي او په دې تړاو یې ۳ کسان هم نیولي چې د پوښتنو ګروېږنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
یوه اوونۍ مخکې هم د دې ولسوالۍ په سیګزي سیمه کې د دوو کورنیو په خپلمنځي شخړه کې ۴ کسان ټپيان شوي وو.
په دې وروستیو کې په اروزګان کې د ځمکو او نورو کلیوالي موضوعاتو پر سر شخړې ډېرې شوې دي.
[/restrict]
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن