ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې درې غله او پروان کې دوه قاچاقبر نیول شوي

میدان وردګو کې درې غله او پروان کې دوه قاچاقبر نیول شوي

[restrict paid=”true”]

میدان ښار، چاریکار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): په ميدان وردګو ولایت کې درې کسان د یوه موټر د غلا او پروان ولایت کې بیا دوه کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د میدان وردګو د امنيې قوماندانۍ له‌خوا، پژواک اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه ۱۱بجې، درې غله د ځانګړو ځواکونو له لوري په داسې حال ونيول شول چې کابل کې يې یو موټر غلا کړی و.

سرچينې ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي ضياءالحق له قوله ليکلي چې نيول شوي کسان د باميانو د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د کابل له دشت برچي سيمې څخه يې يو موټر غلا کړی و.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، نيول شويو کسانو اعتراف کړی چې د کابل له دشت برچي سيمې يې کرولا موټر غلا کړی او غوښتل يې چې غزني يا باميانو ته يې يوسي.

سرچينې د نيول شويو کسانو له قوله ليکلي: «موږ دغه سپین رنګه کرولا موټر د کابل په دشت برچي سیمه کې دربس کړ، په لاره کې مو پرې تفنګچه راوویسته او په مرګ مو وګواښه، د موټر اسناد او کیلي مو ترې واخیستل.»

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې نيول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

د یو بل خبر له مخې، په پروان ولایت کې دوه کسان د ۱۸ کیلوګرامه ترياکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

ددغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران حبیبي پژواک ته په استولي پيغام کې ویلي چې دغو کسانو له ځان سره ۱۸ کیلوګرامه تریاک کابل ته لېږدول چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي.

سرچينې ويلي، نیول شوي کسان اوسمهال له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیريت ته سپارل شوي او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو وسپارل شي.

[/restrict]

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.