ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند مشهور لوبغاړی، کومیډین او سیاستوال په یو کال بند محکوم شو

د هند مشهور لوبغاړی، کومیډین او سیاستوال په یو کال بند محکوم شو

author avatar
20 May 2022 - 04:39
د هند مشهور لوبغاړی، کومیډین او سیاستوال په یو کال بند محکوم شو
author avatar
20 May 2022 - 04:39

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): د هند د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی،  کومیدین او سیاستوال نوجوت سینګ سیدهو د قتل په یوه قضیه کې په یو کال بند محکوم شوی دی.

پر ۵۸ کلن سیدهو چې د هندوستان د پنجاب ولایت اوسیدونکی دی او د کانګریس سیاسي  ګوند پورې هم تړاو لري، دا تور و چې په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې یې د خپل یو ملګري سره په ګډه یو تن د موټر په تمځای کې وهلی و چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې وه.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې یوې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د هند د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی یواځې د زر هندي کلدارو جریمي په ورکړې بخښلی و،  خو د وژل شوي کس د کورنۍ غړیو د هیواد سترې محکمې ته عریضه  او  سیدهو ته یې د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړله.
تر دې مخکې یوې بلې محکمې په همدې قضیه کې  سیدهو ته د ۳ کالونو بند سزا ورکړې وه، خو بیا سترې محکمې دا پریکړه رد کړه.

نوجوت سینګ سیدهو د هند د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره ۵۱ د ټیسټ او ۱۳۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي.
د کرکټ لوبې پریښودو څخه وروسته سیدهو لومړی د هندو ملت پال ګوند بهارتیا جانتا ګوند غړی شوی خو وروسته بیا د کانګریس ګوند ته واووښت.

د سیاست تر څنګ دا پخوانی لوبغاړی په ځینو تلویزیوني خپرونو کې هم راڅرګندیږي او د (کپل شرما) په نامه د یوې مشهور پروګرام غړی هم دی.

هغه د څه مودې لپاره د پنجاب په ایالتي حکومت کې د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

Visits: 454

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.