Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او ناروې پر بشري او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر‌خان متقي وایي، نړیوال دې د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري او د مغرضو رسنیو او مخالفینو له لوري د خپرېدونکو اوازو یا پروپاګنډ له مخې دې قضاوت نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د غویي په ۳۱مه، په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر‌خان متقي په کابل کې د ناروې هېواد سفیر اولي لینډمن او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، بشري، روغتیايي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې؛ څو ټوله نړۍ د افغانستان هر اړخیز لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

د بلخي په وینا، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر‌خان متقي  وویل: «زه په ټولو غږ کوم چې د افغانستان وضعیت له نژدې وویني، تر څو د مغرضو رسنیو او مخالفینو له لوري په نشر شویو افواهاتو قضاوت ونه کړي او حقیقت په خپله معلوم کړي.»

بلخي وایي، د ناستې په پای کې دا ومنل شوه چې افغانستان او ناروې به یو بل سره خپلې اړیکې نږدې پالي او د همکارۍ له مخې به ستونزو ته د حل لار پیدا کوي.

د یو بل خبر له مخې، د ناروې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره نن په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

باختر اژانس وایي، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کړکېچ په تړاو د ناروې سوله‌ییزې هڅې وستایلې او په ځانګړې توګه يې په اوسلو کې د افغانستان لپاره د سولې د وروستۍ ناستې، له اروپايي چارواکو او اروپا مېشتو افغان مدني ټولنو سره د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د مخامخ ناستې او افهام او تفهیم ته د زمینې برابرولو او په افغانستان  کې د ماین پاکولو  له پروژو سره د ناروې له مرستو مننه وکړه.

په ورته وخت کې، د ناروې سفیر انډرس لینډمن وویل، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې، دوامداره دوستي، ګډ کار او سیاسي تعامل غواړي.

نوموړي زیاته کړه، ناروې د افغانستان اسلامي امارت پر ضد د هیڅ وسله‌وال مخالفت پلوي او ملاتړ نه کوي.

د انډرس لینډمن په وینا، د ناروې او افغانستان تر منځ دوستانه اړیکې دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.