ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۲۶۰۰ کسانو ته د غنمو بدل کې د کار زمينه برابره شوه

ننګرهار کې ۲۶۰۰ کسانو ته د غنمو بدل کې د کار زمينه برابره شوه

author avatar
22 May 2022 - 16:58
ننګرهار کې ۲۶۰۰ کسانو ته د غنمو بدل کې د کار زمينه برابره شوه
author avatar
22 May 2022 - 16:58

جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په څلورو ولسواليو کې ۲۶۰۰ کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمينه برابره شوه.

چارواکي وايي، د دغه پروګرام له لارې به يادو کسانو ته د ورځې ۱۰ کيلو غنم ورکول کېږي چې د ويالو په پاکوالي، سړکونو او نور ټولګټو ځاينونو په بيارغونه کې به برخه اخلي.

د ننګرهار د سينديزې حوزې رييس سيد فضل الواحد پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولایت حصارک، شېرزادو، اچين او نازيانو ولسواليو کې يې د غنمو په بدل کې د کار پروګرام پيل کړ.

دی وايي، دغو ولسواليو ته  ۳۱۰۰ ټنه غنم ځانګړي شوي چې لږ تر لږه ۲۶۰۰ کسانو ته به د کار زمينه برابره شي او هره ورځ به يوه کاريګر ته د ورځې لس کيلو غنم ورکول کېږي.

هغه زياته کړه: ((دغه خلک به د خپلو کليو ويالې پاکوي، تخريب شوي سړکونه به جوړوي، نور هغه ټولګټي کارونه چې په سيمه کې يې اړتيا ليدل کېږي، د هغو ترميم او رغونه به کوي.))

هغه خلک چې په دې پروژه کې مصروف شوي، خوښ دي.

د شېرزادو ولسوالۍ د نکړخېلو سيمې يو اوسېدونکی زبير چې په دې پروژه کې په کار بوخت دی، وايي، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې وزګار و چې له ګڼو اقتصادي مشکلاتو سره یې مخ کړی دی.

دی وايي: ((زه ډېر خوښ يم، شپږ مياشتې وروسته راته کار پيدا شو، که څه هم نغدې پيسې نه دي، خو لس کيلو غنم ډېر څه دي، چاره مو پرې روانېږي.))

دغه راز يوه بل ځايي اوسېدونکي نقيب الله هم د سينديزې حوزې د دغه کار ستانه وکړه او د ننګرهار پر ولايتي ادارې يې غږ وکړ چې لرو پرتو ولسواليو ته بايد د کار، بيارغونې او روغتيا برخو کې پاملرنه زياته کړي.

په دې وروستيو کې چې په هېواد کې د بې‌کارۍ او فقر کچه لوړه شوې، د دې ډول پروګرامونو پيل کولای شي چې لږ تر لږه په لنډمهال ډول د بې کارۍ او ورسره بې وزلۍ کچه راټيټه کړي.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.