کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې نن په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسینو کمپاین پیلېږي.
دغه څرګندونې د یادې ادارې د افغانستان څانګې پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلې دي.
یونیسف ویلي چې د ګوزڼ واکسینو د تطبیق پر مهال به ویټامین اې هم ماشومانو ته ورکړل شي.
د یادونې ده، افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې لري. په روان کال کې تر اوسه د دغې ناروغۍ یوه مثبته پېښه په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې ده.
خو تېر کال بیا په افغانستان کې څلور پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ او یوه یې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وه.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن