Pajhwok Afghan News

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف د سرپل عامې روغتیا سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

سرپل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل د عامې روغتیا ریاست دغې ادارې سره، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له خوا د نهو میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو د مرستې خبر ورکړی.

د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر کامران زاهد پژواک ته وویل، دغه مرستې نن د «سف» دفتر له خوا ورته ورکړل شوې چې پر وینا یې ورسره به د یاد ولایت روغتیایي سکتور ستونزې تر یوې اندازې هوارې شي.

له بلې خوا، په سرپل کې د «سف» دفتر رییس ډاکټرغلام حبیب ستانکزي پژواک ته وویل، دغه مرستې د یوې ارزونې له مخې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «د روغتیايي پنځه میاشتنۍ پروژې د پلان له مخې، موږ تونېدلې یو چې د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ، د اړتیاوو ارزولو وروسته ۷۱ روغتیايي مرکزونو لپاره طبي او غېر طبي لوازم برابر کړو.»

نوموړي وویل، دغه وسایل به په دوو برخوکې وېشل کېږي چې یوه برخه یې د بلخاب، سانچارک او کوهستانات ولسوالیو کې درېیو روغتونونو ته دي او پاتې نور یې د ولایت په کچه ۶۸ روغتیایي مرکزونو ته وېشل کېږي.

ستانکزي وویل، په دغو مرسته شوو تجهیزاتو کې د اېکسری ماشین، الټراسونډ، د زړه د ګراف ماشین، مختلف ډول مانیټورونه، چپرکټونه، المارۍ او د تغذیې برخې لوازم شامل دي.

د سف دفتر د هېواد په کچه د روغتیا په برخه کې فعالیت لري.

Views: 22

Exit mobile version