کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د اهل تشیع یو مشر د تاجکستان په بدخشان ولایت کې وژل شوی دی.
بلخوا د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوی محمد باقروف نومېده او د دغه هېواد د بدخشان ولایت په روشان سیمه کې وژل شوی دی.
د یادونې ده، له تېرې څه مودې راهیسې په یاده سیمه کې خلک د حکومت پر ضد لاریونونه کوي او تر اوسه لسګونه کسان د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د مهر په نوم ایراني رسنۍ خبر ورکړی چې باقروف په تاجکستان کې د شیعه وو مشر و او د یکشنبې په ورځ وژل شوی دی.
ایرانيانو په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د هغه په وژنه کې اسرایل تورنوي، خو د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت بیا دوی ته مجرمین وایي، خو زیاتوي چې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په سیمه کې ۱۹ نور کسان د هغه هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دي.
Views: 181
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP