ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تاجکستان کې د شیعه‌وو یو مشر وژل شوی

تاجکستان کې د شیعه‌وو یو مشر وژل شوی

author avatar
24 May 2022 - 00:58
تاجکستان کې د شیعه‌وو یو مشر وژل شوی
author avatar
24 May 2022 - 00:58

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د اهل تشیع یو مشر د تاجکستان په بدخشان ولایت کې وژل شوی دی.

بلخوا  د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوی محمد باقروف نومېده او د دغه هېواد د بدخشان ولایت په روشان سیمه کې وژل شوی دی.

د یادونې ده، له تېرې څه مودې راهیسې په یاده سیمه کې خلک د حکومت پر ضد لاریونونه کوي او تر اوسه لسګونه کسان د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د مهر په نوم ایراني رسنۍ خبر ورکړی چې باقروف په تاجکستان کې د شیعه وو مشر و او د یکشنبې په ورځ وژل شوی دی.

ایرانيانو په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د هغه په وژنه کې اسرایل تورنوي، خو د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت بیا دوی ته مجرمین وایي، خو زیاتوي چې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په سیمه کې ۱۹ نور کسان د هغه هېواد امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.