کلات (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې یوه مزدا موټر یوه ماشومه وهلې او مړه کړې ده.
پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په حاجي قیوم اغا کلي کې شوې ده.
د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه مزدا موټر یوه ماشومه وهلې او مړه کړې ده.
هغه زیاته کړه، چلوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی او موټر یې په سیمه کې پرې ایښی؛ خو امنیتي ارګانونو یې لټون پیل کړی دی.
د کابل- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې تل ورته ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي.
وړمه ورځ هم پر دې لار د کلات په جلدک سیمه کې یو مزدا موټر له کرولا سره ټکر کړی و چې له امله یې ۴ کسان مړه او ۲ نور ټپيان شوي وو.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن