اتلانتا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه وسله وال پر يوه ښوونځي ډزې کړې، یو ښوونکی او ۱۴ زده کوونکي يې وژلي دي.
امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه نن د ټکساس ایالت د سن انټانیو په اواډ سیمه کې شوې ده.
د ټګساس والي ګریک ایبوټ له پېښې وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، بریدګر چې په ځوابي ډزو کې وژل شوی، ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې درلود.
هغه زیاته کړې چې دغه بریدګر پر یوه لومړني ښوونځي برید کړی، یو ښوونکی او ۱۴ زدهکوونکي یې وژلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP