منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یوه‌ وسله‌وال د امریکا ټکساس ایالت د یوه ښوونځي ۱۴ زده‌کوونکي وژلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۶ کتنې · تازه شوی

اتلانتا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه وسله وال پر يوه ښوونځي ‌ډزې کړې، یو ښوونکی او ۱۴ زده کوونکي يې وژلي دي.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه نن د ټکساس ایالت د سن انټانیو په اواډ سیمه کې شوې ده.

د ټګساس والي ګریک ایبوټ له پېښې وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، بریدګر چې په ځوابي ډزو کې وژل شوی، ویل کېږي چې ۱۸ کاله عمر یې درلود.

هغه زیاته کړې چې دغه بریدګر پر یوه لومړني ښوونځي برید کړی، یو ښوونکی او ۱۴ زده‌کوونکي یې وژلي دي.

له دې مخکې ځایي مسوولینو د دوو زده‌کوونکو د وژل کېدو او د ۱۴ نورو ټپي کېدو پخلی کړی و.

د یادونې ده، دوه ورځې مخکې په شیکاګو او له هغه مخکې په نیویارک کې هم د وسله والو کسانو په ډزو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

بلخوا د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف بي ای) په تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې داسې پېښې چې یوه یا ډېرو کسانو په ګڼ مېشتو سیمو کې خلک پر ډزو وژلي او یا یې د وژلو هڅه کړې، ډېرې وې.

د اېف بي ای په راپور کې ویل شوي چې په دې پېښو کې له بریدکوونکو پرته  ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان وو.

په راپور کې دغه راز راغلي چې د ۲۰۲۰ کال په نسبت دا ډول پېښې پنځوس په سلو کې ډېرې شوې او د تېرو پنځو کلونو په پرتله دوه چنده ډېرې شوې دي.

دا ډول پېښې له ډله‌ییزې وژنې سره توپیر لري؛ ځکه په متحده ایالتونو کې ډله ییزې وژنې هغه ډول پېښو ته ویل کېږي چې قربانیان یې څلور او تر دې پورته کسان وي او په عامه او شخصي ځایونو کې پېښېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه