Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل او بلخ څلورو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل او بلخ ولایتونو په څلورو بېلا بېلو چاودنو کې لسګونو کسانو  ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د غبرګولي په ۴مه، پخپل تویټر پاڼه کې لیکلي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د ترافیک څلور لارې سره نږدې په یو مسجد (مسجد شریف جامع حضرت زکریا) کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون بیا پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له یادې چاودنې ورته ۲۲ ټپیان راوړل شوي وو، چې پنځه تنه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

بلخوا د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې درې پرله پسې چاودنو ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه چاودنې مازیګر مهال ټونس ډوله موټرونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله رامنځته شوي، چې لومړۍ پېښه یې د مزارشریف ښار پنځمه ناحیې سیمه کې او دوه نور یې همهاله لسمه ناحیه کې رامنځته شوې دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري چې په دې چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه پېښې د افغان ولس د دښمنانو کار بولي .

د بلخ عامې روغتیا رئییس نجیب الله توانا د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه او د ټپیان شمېر ۱۵ کسان یادوي، چې له دغې ډلې څخه د ۴ ټپيانو روغتیایي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه ددې چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.