مزارشریف (پژواک ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې درې پرله پسې چاودنې شوې دي.
دغه چاودنې د مزارشریف ښار په پنځمې او لسمې ناحیو کې شوي چې لومړۍ چاودنه د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې او دوه پرله پسې نورې چاودنې په لسمه ناحیه کې شوې دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري دغه چاودنې تايیدوي، خو وايي چې د کره مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه معلومات نشته.
د ویلو ده چې تر چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوې دي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن