ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزیر: دیني او عصري زده کړې دواړه لازمي دي

د پوهنې وزیر: دیني او عصري زده کړې دواړه لازمي دي

author avatar
26 May 2022 - 17:16
د پوهنې وزیر: دیني او عصري زده کړې دواړه لازمي دي
author avatar
26 May 2022 - 17:16

پارون (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د پوهنې وزیر وايي، دیني او عصري زده کړې دواړه لازمي دي او دوی به د ښوونځیو او مدرسو پرمختګ ته یو شان پام کوي.
د پوهنې سرپرست وزیر شيخ نورالله منیر دا څرګندونې نورستان ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي او نورو چارواکو سره په لیدنه کې وکړې.
نوموړي وویل: «تعلیم به اسلامي کوو، خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې له مکتب څخه مدرسه جوړوو، له پوهنتون څخه جامعه جوړوو، بلکې مکتب پر خپل ځای او مدرسه پر خپل ځای اهمیت لري، موږ غواړو داسې تعلیم رامنځته کړو چې زموږ فارغ ډاکټر، انجنیر او بل هر څوک په اسلامي جامه سنبال وي.»
ده زیاه کړه، دیني او عصري زده کړې دواړې لازمي دي او دوی به د ښوونځیو او مدرسو پرمختګ ته یو شان پام کوي.
هغه د تېر حکومت پر ښوونیز نظام نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې هغه مهال په ښوونځيو کې د حاضرۍ کنټرول نه و، ډېری زده کوونکي چې له دوولسم ټولګي فارغېدل، پوهنتونونو ته نه شوای بریالي کېدای او یو کال به یې کانکور ته امادګي لوستله.
منیر له ښوونکو وغوښتل چې زده کوونکي خپل اولادونه وګڼي او د هغوی د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي.
نوموړي پر بهرنیو مرستندویه ادارو هم نیوکه وکړه چې نه غواړي د افغانستان د تعلیمي نظام د ودې او پرمختیا لپاره کار وکړي.
ده وویل: «هره ورځ وزارت د یوې خارجي موسسې استازي راځي او موږ د تعلیمي برخې ستونزې ورسره شریکوو خو وروسته پسې ورکېږي، خارجیان زموږ تعلیم جوړول نه غواړي بلکې غواړي زموږ بچي له زده کړو محروم وي.»
هغه له خلکو سره ژمنه وکړه چې لرو کلیو او سیمو ته به د پوهنې خدمات رسوي چې د سیمه ییزو ټولګیو جوړول د دې لړۍ یوه کړۍ ده.
د ده په خبره، په هره ولسوالي کې به له درېیو تر لسو سیمه ییز ټولګي جوړوي، د دغو ټولګیو لپاره یې مستقل نصاب جوړ کړی چې زده کوونکو ته په کې د دینیات تر څنګ حساب، پښتو، دري او نور مضامین تدریسېږي.
خو نوموړي د نجونو د زده کړو په تړاو هیڅ هم و نه ویل.
د نورستان والي حافظ محمد اغا حکیم هم په دې ناسته کې خبرې وکړې چې تر ډېره د دغه ولایت پر وضعیت څرخېدې.
هغه وویل، په دغه ولایت کې امنیت ډاډمن دی او خلک له حکومت سره همکار دي.

Views: 191

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.