کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱) : د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پخوانی لوبغاړی عمر ګل د افغان ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې د روزونکي په توګه ګومارلی دی.
د کرکټ بورد لخوا د غبرګولي په ۴مه،په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عمر ګل به د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو سیالیوپر مهال له ملي لوبډلې سره یو ځای شي او خپله دنده به په رسمي توګه پیل کړي.
عمر ګل د پاکستان لپاره په ۲۳۷ ټسټ ، یو ورځنیو او شل اووریزو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلی دی چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۴۲۷ وېکټې ترلاسه کړې دي او د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې د یوه نوموتي چټک توپ اچوونکي په توګه شمېرل کېږي.
هغه تېره میاشت د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتي کمپ پر مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د لنډ مهاله سلاکار په توګه ګومارل شوی و.
کرکټ بورد وایي، په یاد تمریناتي کمپ کې د نوموړي د مؤثریت او د چټکې توپ اچونې په برخه کې د افغان لوبډلې اړتیا ته په پام سره د افغانستان کرکټ بورډ دا پرېکړه وکړه چې عمر ګل د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د توپ اچونې د اوږد مهاله روزونکي په توګه وګوماري.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له غرمې وروسته د یو شمېر سیالیو په موخه زمبابوې هېواد ته روانه شوه، چېرته چې به افغان لوبډله له کوربه زمبابوې سره د راتلونکې جون میاشتې له څلورمې تر ۱۴مې نېټې درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.