ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي هبت‌الله مسوولینو ته: زما خبرې د شریعت د یوه حکم په څېر یادښت او عملي کوئ

مولوي هبت‌الله مسوولینو ته: زما خبرې د شریعت د یوه حکم په څېر یادښت او عملي کوئ

author avatar
27 May 2022 - 01:04
مولوي هبت‌الله مسوولینو ته: زما خبرې د شریعت د یوه حکم په څېر یادښت او عملي کوئ
author avatar
27 May 2022 - 01:04

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاه د کندهار ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ته په وینا کې ویلي چې د ده خبرې دې د شریعت د یوه حکم په څېر یادښت او عملي کوي.

له ارګه د غبرګولي په ۵مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپرست حکومت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د کندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا او یو شمېر ځانګړو مشاورینو هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي هبت‌الله اخندزاه د کندهار ولایتي ادارې چارواکو او نظامي مسوولینو ته خپل مشاورین ورپېژندل او اړینې سپارښتنې او لارښوونې یې هم ورته وکړې.

سرچینې زیاته کړې، مولوي هبت‌الله اخندزاده ګډونوالو ته هر اړخيزې اصلاحي خبرې، لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

هغه ګډونوالو ته ویلي چې  د علمای کرامو د خبرو یادښت او لحاظ کوئ، عمل پرې کوئ؛ ځکه چې که عمل ورباندې نه وي، بېرته هېریږي.

دغه راز مولوي هبت‌الله اخندزاده ګډنوالو ته دا سپارښتنه هم وکړه چې د ده خبرې دې د شریعت د یوه حکم په څېر  عملي او یادښت کوي.

د سرپرست حکومت مشر دغه راز ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو امیرانو اطاعت دې کوي، که  اطاعت یې ونه کړي، کامیابي يې پر ناکامي بدلېږي.

هغه زیاته کړې: “زما به داسې اطاعت کوئ، لکه د شریعت د یوه حکم او د افغانستان د اسلامي امارت دا یو ځانګړی صفت دی چې اطاعت پکې شته دی.”

هغه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت ټول فرمانونه پر خپل ځان عملي کوئ او د ولسوالیو ټولو مسوولینو او هر وګړي ته یې رسوئ، نیمګړتیاوې مو اصلاح کړئ، تېروتنې مه کوئ؛ ځکه که یې اصلاح نه کړئ، نظام او ولس ته تاوان اوړي.

نوموړی وایي: “لکه څنګه چې مخکني خلک الله (ج) واخیستل، که موږ هغسې کردار وکړو، نو موږ به هم الله (ج) واخلي.”

د اسلامي امارت مشر دا سپارښتنه هم کړې چې د خپلو امیرانو عیبونه د خلکو په مخ کې مه وایاست او مه هم په خپلو منځونو کې شکایتونه کوئ.

مولوي هبت‌الله ویلي، له بې‌‌ځایه تصویرونو او ویډیوګانو اخیستو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ او مه خلک ورته ترغیبوئ.

هغه زیاته کړې: “د مجاهدینو د پوهې سطحه لوړه کړئ، سمینارونه ورته جوړ کړئ، په اداري اصطلاحاتو یې بلد کړئ.”

دغه راز نوموړي ویلي چې د غټو ټليفونونو استعمال دې کم کړي، انټرنېټ ته دې زیات وخت نه ورکوي؛ ځکه چې قیمتي وخت یې ضایع کوي او هم يې له لازمو دیني معلوماتو بې برخې کړي.

د اسلامي امارت مشر خپلو پلویانو ته ویلي چې د خپلو سرونو وېښتان د شریعت مطابق جوړ کړي، له زیاتو اوږدو څڼو پرېښودو دې ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «تاسي ماته دُعاګانې کوئ، زه به تاسو ته دُعاګاني کوم، پر مسلمانانو دا لازمه ده چې د خپل امیر لپاره د صلاح دُعا وکړي.”

په خبرپاڼه کې راغلي، په وروستیو کې د ټولو ولسوالیو امنیه قوماندانانو په استازیتوب د پنجوايي امنیه قوماندان مولوي فیضاني او د ټولو ولسوالانو په استازیتوب د غورک ولسوال مولوي مصباح خبرې وکړې او له خپل مشر سره یې یو شمېر ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.