ښرنه (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۱): د پکتیکا اوسېدونکي او د لوبو مینهوال وايي، په دغه ولایت کې د بېلابېلو لوبو تکړه او وړتیا لرونکي لوبغاړي شته، خو د لوبو لپاره مناسب ځایونه نه لري.
هغوی زیاتوي، د همدې ستونزې له امله د کرکټ، والیبال، فوټبال، نېزه بازۍ او نورو لوبو لوبغاړي په خاورینو او کلیوالي میدانونو کې لوبې کوي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي حمید همیم پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه وشول چې حکومتونو په دغه ولایت کې لوبو او ورزش ته پام نه دی کړی او لا تر اوسه دلته د لوبو معیاري لوبغالي نشته.
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د کرکټ، نېزه بازۍ او نورو لوبو ځانګړي ټیمونه او وړتیا لرونکي لوبغاړي شته، خو معیاري لوبغالي نه لري.
نوموړی وايي، که څه هم د تېر حکومت پر مهال په دغه ولایت کې د کرکټ په ګډون د ځینو لوبو د لوبغالو او یوه جمنازیم جوړولو چارې پیل شوې، خو تر اوسه نیمګړې پاتې دي.
هغه له ولایتي او مرکزي چارواکو غواړي چې د لوبغالو او جمنازیم نیمګړې چارې دې پیل او په معیاري ډول بشپړې کړي.
د پکتیکا بل اوسېدونکی رحمت الله هم وايي چې د دغه ولایت ځوانان په بېلابېلو لوبو کې ځانګړې وړتیاوې لري چې باید د ودې لپاره یې کار وشي.
د ده په خبره، په دې برخه کې مهم ګام دا دی چې په دغه ولایت کې د لوبو معیاري میدانونه او لوبغالي جوړ شي.
هغه هم له حکومته د کرکټ لوبغالي او جمنازیم د نیمګړو چارو د بېرته پیلولو غوښتنه کوي.
په پکتيکا کې د المپيک لوبو یو روزونکی ډاکټر زين الدين وايي، له دوی سره کله هم د ورزشي تجهيزاتو په برخه کې د اړتيا وړ مرسته نه ده شوې، حکومت باید په دغه ولایت کې منظم ورزشي جمنازيم او ورزشي کمپ جوړ کړي.
هغه پژواک اژانس ته وویل: «موږ غواړو په پکتیکا کې د ورزشکارانو لپاره منظم جمنازيم جوړ شي، يو ښه کمپ جوړ شي، حکومت او ملي تجاران دې موږ تجهیز او سپانسر کړي څو په ملي او بین المللي کچه د لوبېدو زمینه راته برابره شي.»
په پکتیکا کې د کرکټ لوبغالي اړوند د دې برخې مسوول شېردل دانش پژواک ته وویل، د تېر حکومت پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ ته ۶۰ جریبه ځمکه په واک کې ورکړل شوې وه چې د لومړي فاز کارونه (د احاطې دېوال او ودانۍ) یې یو نیم کال مخکې بشپړ شوي وو.
دی زیاتوي، د لوبغالي د دویم فاز کارونه چې (میدان، چمن، د ناستې ځای او اکاډمي) پکې شامل دي په قرار داد ورکړل شوي وو، خو د تېر حکومت له پرځېدو سره یې کارونه ودرېدل.
د هغه په خبره، د ياد لوبغالي د نیمګړو چارو د بيا پيلولو لپاره یې د افغانستان کرکټ بورډ او ولايتي چارواکو سره خبرې کړې او هغوی ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو درېدلې چارې بيا پیل شي.
په دغه ولایت کې د المپيک برخې امر عثمان سيرت پژواک اژانس ته وویل، د رزمي لوبو لپاره د جمنازيم ۹۵ سلنه کارونه تر سره شوي او د پاتې ۵ سلنه کارونو لپاره یې خپلو اړوندو لوړپوړو ادارو ته وړانديز کړی چې په راتلونکې به یې چارې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه: «د جمنازیم د پاتې کارونو لپاره مو لوی رياست ته پيشنهاد کړی خو د نېزه بازۍ لپاره تر اوسه ځای نه لرو، پيشنهاد مو یې ولايت ته کړی او ځای به ورته مشخص کړو.»
په سوېل ختيځ زون کې پکتيکا له هغو ولایتونو دی چې د کرکټ، فوټبال او واليبال لوبو تر څنګ پکې رزمي لوبې او نېزه بازي هم کېږي.