Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې روغتیايي کارکوونکو د اعتراض په ډول د OHPM دفتر دروازه وتړله

خوست ښار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د خوست ملکي روغتون او د ولسواليو د ۴۱ روغتيايي کلينيکونو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو، په دغه ولايت کې د روغتيا د ودې او مديريت ادارې يا OHPM  دفتر دروازه وتړله.

دغه ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي چې نن (د غبرګولي ۹مه) د يادې ادارې مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو، خپلو خبرو کې ويل چې دغې ادارې ترې د تېرو درېيو کلونو ۲۰ سلنه معاش ګرځولی دی.

د راحب‌الله سادات په نوم د خوست ملکي روغتون يو ډاکټر چې په دغه اعتراض کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې ادارې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د شل سلنه معاش ګرځولو ترڅنګ، د درېيو مياشتو مکمل معاشونه هم نه دي ورکړي.

د نوموړي په وینا چې دوی په دې اړه څو ځله له مسوولو چارواکو غوښتنه کړې، خو تراوسه يې چا غږ نه دی اوريدلی؛ اوس اړ شول چې د «او اېچ پي اېم» موسسې دفتر دروازه وتړي.

هغه وويل: «د خوست ملکي روغتون او د ولسواليو روغتيايي مرکزونو کارونه په نورمال ډول روان دي، يوازې موږ هغه حق چې د او اېچ پي اېم سره مو ورسره دی، شل فيصده معاش او حق الخطر غوښتنه کوو، ځکه موږ مزدوري کړې ده. تقريباً درې کاله کېږي چې دوی موږ ته دا پيسې نه دي راکړي.»

د محمد نسيم فيضي په نوم د خوست د ملکي روغتون بل ډاکټر وايي چې د تېر ۲۰۱۸ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر وروستۍ نېټې پورې، OHPM ادارې د ملکي روغتون په ګډون د ولسواليو ټولو روغتيايي کلينيکونو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو څخه شل سلنه معاش ګرځولی دی.

نوموړي پژواک اژانس سره خبرو کې له حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دوی غږ دې واوري او ستونزه یې حل کړي.

هغه زياتوي: «موږ په بار بار دولتي ارګانو ته منډې وهلې دي خو زموږ غږ چا نه دی اوريدلی. خدای دې وکړي په دې برخه کې اسلامي امارت زموږ غږ واوري.»

دغو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو دغه راز په خپلو خبرو کې ويل، که د دوی غوښتنې ونه منل شي، تر هغې به په دغه ولايت کې د روغتيا د ودې او مديريت ادارې/ OHPM دفتر تړلی وي.

بلخوا، د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل کريم مندوزي پژواک ته وويل چې د OHPM  دفتر دروازه چې د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو له خوا تړل شوې وه، له څو ساعتونو تېرېدو وروسته د دوی په منځګړيتوب بېرته خلاصه شوه.

نوموړي وويل، يادو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې دا ستونزه به په نږدې راتلونکې کې حل شي.

هغه زياته کړه: «د نن نه څو ورځې مخکې موږ يو باصلاحيته هيئت مقرر کړی دی، هغه د دوی نه استعلامونه کړي دي، هغه پروسه څو ورځې وخت نيسي. انشاالله موږ به هغه فيصله کوو چې حقدار ته حق ورسېږي.»

د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې هم د خوست ملکي روغتون او د ولسواليو روغتيايي کلينيکونو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو په همدې تړاو د خوست عامې روغتيا رياست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.