ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل پوهنې ریاست ښوونځیو کې د کیفیت او کمیت لوړولو پروګرام پیل کړ

د سرپل پوهنې ریاست ښوونځیو کې د کیفیت او کمیت لوړولو پروګرام پیل کړ

author avatar
30 May 2022 - 16:55
د سرپل پوهنې ریاست ښوونځیو کې د کیفیت او کمیت لوړولو پروګرام پیل کړ
author avatar
30 May 2022 - 16:55

سرپل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل د پوهنې رییس نن د دغه ولایت د زده‌کوونکو د کورنیو له مشرانو سره په ګډه ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې یې د ښوونځیو د کیفیت او کمیت لوړولو لپاره کار پیل کړی دی.

د سرپل د پوهنې رييس مولوي محمد رحماني په دې ناسته کې وويل، د دغه ولايت په ښوونځيو کې د تدريس کيفيت د قناعت وړ نه دى او پر وینا یې د همدې ستونزې د هواري لپاره یې د زده‌کوونکو د کورنیو مشرانو سره د ناستو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، د ښوونځیو زده کوونکو په ټولو ټولګیو کې سمه زده‌کړه نه ده کړې او په ليک لوست سم نه پوهېږي.

نوموړي وویل، ډېر زده‌کوونکي ښوونځي ته هره ورځ نه ځي او زده‌کړې ته هېڅ انګېزه نه لري.
د سرپل د پوهنې رییس وویل: «تر څو چې د زده‌کوونکو کورنۍ په حاضرۍ او درسونو کې د شاګردانو ملاتړ ته حاضر نه شي نو زده‌کوونکي به په همدې ډول خپلو درسونو کې پرمختګ ونکړای شي.»

په همدې حال کې، د زده‌کوونکو له یوې کورنۍ څخه د سلیم خان په نامه یو کس له پوهنې ریاست سره د دوی د ناستو دا لړۍ وستایله او ویې ویل چې د شاګردانو له کورنیو سره د ناستې پروګرام خلک د خپلو ماشومانو درسونو تعقیبولو ته هڅوي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.