کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱) : د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان پر یوې امنیتي پوستې ځانمرګي برید کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې دا برید د شمالي وزیرستان د رزمک سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې شوی و.
دوی زیاته کړې چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو ډک خپل موټرسایکل له پوستې سره ټکر کړی چې له امله یې پخپله وژل شوی، دوه سرتیري او دوه لارویان ژوبل شوي دي.
پوليس دغه پېښه تاييد کړې او ویلي يې دي په برید کې د ښوونځي دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان د حکومت او پاکستانیو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او ترمنځ یې اوربند هم شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP