منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د شمالي وزیرستان ځانمرګي برید کې څلور تنه ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۵ کتنې

ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې دا برید  د شمالي وزیرستان د رزمک سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې شوی و.

دوی زیاته کړې چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو ډک خپل موټرسایکل له پوستې سره ټکر کړی چې له امله یې پخپله وژل شوی، دوه سرتیري او دوه لارویان ژوبل شوي دي.

پوليس دغه پېښه تاييد کړې او ویلي يې دي په برید کې د ښوونځي دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان د حکومت او پاکستانیو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او ترمنځ یې اوربند هم شوی دی.