ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج وزارت: سږ کال د حج لګښت ۴۱۳۰ امریکایي ډالر اټکل شوی

د حج وزارت: سږ کال د حج لګښت ۴۱۳۰ امریکایي ډالر اټکل شوی

author avatar
31 May 2022 - 00:36
د حج وزارت: سږ کال د حج لګښت ۴۱۳۰ امریکایي ډالر اټکل شوی
author avatar
31 May 2022 - 00:36

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱) :  د افغانستان د حج وزارت وایي چې سږ کال د حج لګښت ۴۱۳۰ ډالر اټکل شوی او متقاضیان باید ژر تر ژره د خپلو قسطونو تادیه پیل کړي.

د دغه وزارت لخوا د غبرګولي په ۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان (۱۴۴۳) هجري قمري کال چې د (۱۴۰۱) هجري شمسي سره سمون خوري، د حاجیانو د اسنادو د ترتیب او نهايي کولو په خاطر، د حج د لګښتونو د دويم قسط د تحویلۍ بهیر سر له سه شنبې ( د غبرګولي لسمې) د هېواد په مرکز او ولایاتو کې پیلیږي.

سرچینې زیاته کړې، د لګښتونو د جدول له مخې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۴۱۳۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۷۱۷۰۰) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښټ (۴۱۸۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۷۶۲۰۰) افغانۍ اټکل شوی دی.

دغه وزارت ټولو هغو حاجیانو څخه چې د (۱۴۰۱هـ ش) کال لپاره ورته نوبت رسېدلی او لومړی قسط یې تأدیه کړی،  هیله کړې ، چې د خپل دویم او وروستي قسط تحویلولو لپاره له خپلو اړوندو اسنادو او لاندې مقدار پیسو سره حاضر شي:

۱ـ  هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۱۰۰۰) زر امریکایي ډالر تحویل کړي له (۳۱۳۰) امریکایي ډالرو، معادل (۲۸۱۷۰۰) افغانۍ

۲ـ  هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۵۰۰) پنځه سوه امریکایي ډالر تحویل کړي (۳۶۳۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۲۶۷۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي.

۳ـ  د اهل تشیع هغه حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۱۰۰۰) زر امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۱۸۰) امریکايي ډالر، معادل (۲۸۶۲۰۰) افغانۍ او هغه اهل تشیع حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۵۰۰) امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۶۸۰) امریکايي ډالر، معادل (۳۳۱۲۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د حج اراده لرونکي کولای شي، چې د روان کال د ذوالقعدې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه چې  د جوزا له ۱۰ مې نیټې سره سمون خوري، د خپل نوبت سند، د تذکرې اصل او کاپي او د پاسپورټ د درلودلو په صورت کې د پاسپورټ له رنګه کاپي سره، د کابل د دوویشتو ناحیو حاجیان دې د زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته او د ولایتونو حاجیان دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي؛ ترڅو ددوی د سفر اسناد طی مراحل، تعقیب او ترسره شي.

Visits: 862

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.