هرات (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱) : په هرات کې روغتیایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د بیزو تڼاکې مشکوکه پېښه ثبت شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي د غبرګولي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ماښام یو ۱۲ کلن ماشوم چې د بیزو تڼاکې نښې یې درلودلې، دغه روغتون ته د (پایین آب رباط کابلي ها) چې د ښار اړونده سیمه ده، راوړل شوی و.
هغه زیاته کړې، د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه ماشوم په دې وروستیو کې چیرته سفر هم نه دی کړی.
ډاکټر جلالي وایي، چې یاد ناروغ د انتانۍ څانګه کې بستري شوی او تر درملنې لاندې دی.
ده وویل، چې دا په هرات ولایت کې د بیزو تڼاکې لومړۍ پيښه ګڼل کیږي.
بلخوا ځینو رسنیو خبر ورکړی چې، به نیمروز ولایت کې هم دوه پيښې پيژندل شوې، خو رسمي سرچینو نه دي تایید کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت پرون په هیواد کې د بیزو تڼاکې پيښو رامنځته کیدل رد کړي وو.
ددې وزارت ویاند جاوید هژیر پژواک ته ویلي وو، چې په نیمروز او کابل کې مشکوک واقعات لیدل شوي، او مشکوک کسان قرنطین شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د شکمنو پېښو په اړه د وضاحت او وقایوي تدابیرو لپاره، دغه ناروغان د روغتیایي ټیمونه تر څار لاندې قرنطین شوي دي؛ ځکه چې ډیری ناروغۍ لکه چکن پامس یا د مرغانو تڼاکه، هرپیس یا اچ.اس.پي او سفلیس ویروسي ناروغۍ هم له یادې ناروغۍ سره ورته والی لري.
د هژیر د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د یادې ناروغۍ ۳۴۶ شکمنې او قطعي پېښې ثبت شوې دي.
د بیزو تڼاکه څه شی ده؟
د بیزو تڼاکه «چیچک میمون» یوه نادره او تڼاکې ته ورته ناروغي ده چې لومړی ځل په ۱۹۵۸ زېږديز کال کې په لابراتواري بیزوګانو کې کشف شوه او دغه ناروغي په ۱۹۷۹ کال کې هم د انسانانو تر منځ د خپرېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ناروغي ډېری مهال په لویدیزه افریقا کې د انسانانو ترمنځ خپریږي او هلته یوه عامه ناوغي ګڼل کېږي.
دغه ناروغي چې د عفونت له امله د بیزو تڼاکې ویروس سره بدن ته د ننه کېږي، مخکې ډېر لږ له لویدیزې افریقا څخه بهر لیدل شوې وه؛ خو د دې ناروغۍ پېښې په دې وروستیو کې په برېتانیا، هسپانیا، پرتګال، فرانسه، ایټالیا او المان کې هم تایید شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP