مېمنه (پژواک،۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د فاریاب والي په دغه ولایت کې د سیمهییزو رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې وویل چي د خبریالانو ستونزې به په جدي ډول تعقیبوي او د حل لپاره به یې کار کوي.
د فاریاب والي قاري حفیظالله پهلوان پرون مازیګر په یاد ولایت کې د ځینو سیمهییزو رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لومړي ځل ولیدل.
د سیمهییزو رسنیو مسوولینو په دغه لیدنه کې خپلې کاري او رسنیزې ستونزې او ننګونې مطرح کړې او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي، د استیناف څارنوالۍ له خوا د درېیو خبریالانو د جلب او څېړنې او په غونډو کې د ښځینه خبریالانو پر ګډون د بندیز په اړه خبرې وکړې.
د فیروز غفوري، بصیره مصمم او الوغ غفوري په نومونو درې سیمهییز خبریالان، د مخکني حکومت د پوهنې او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس غلام سخي بیان په خلاف د خبر خپرولو له امله، له یوې اوونۍ راهیسې د استیناف څارنوالۍ له خوا تر جلب او څېړنو لاندې دي.
د فاریاب د ژورنالیستانو ټولنې رییس قطبالدین کوهي وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په دغه ولایت کې تر ۲۵ چاپي رسنیو او ۱۰ راډیوګانو فعالیت درلود او تر ۸۰ ډېرو خبریالانو او رسنیزو فعالانو پکې کار کاوه؛ پر ملي ټلویزون سربېره، د درېیو خصوصي ټلوېزونونو خپرونې د عادي انتن له لارې د لیدو وړ وې.
کوهي زیاته کړه، په جمهوریت نظام کې او له بدلون وروسته د فاریاب له دولتي جریدې پرته، نورې ټولې رسنۍ بندې شوې، د ۶ راډیوګانو فعالیتونه هم ودرېدل، د یوازیني ملي ټلویزون تجهیزات د بدلون په ورځو کې لوټ او غېر فعال شو، له ۵۰ ډېر خبریالان او رسنیز فعالان بېکاره شول او ځيني یې له هېواده بهر لاړل؛ یوازې څو خبریالان او رسنیز فعالان چې پاتې دي، هغوی هم د نورو کارونو په لټه کې دي.
هغه د فاریاب له والي وغوښتل چې له خبریالانو او سیمهییزو رسنیو ملاتړ وکړي، په غونډو کې د ښځينه خبریالانو د ګډون او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د تمنا خصوصي راډيو د نشراتو مسوول فیروز غفوري او مېرمن یې بصیره مصمم چې د څارنوالۍ تر جلب او تحقیق لاندې دي، د فاریاب والي ته په خطاب کې وویل چې د جمهوریت پر مهال د اساسي قانون او رسنیو قانون د حکم پر اساس، ۱۰ کاله یې اطلاع رسونه کړې، د تېر حکومت د مسوولینو له خیانت، فساد او جعلکارۍ پرده پورته کړې چې له ډلې یې یو هم د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس غلام سخي بیان دی.
غفوري وویل، غلام سخي بیان د جمهوریت یو وفاداره کس اوس په نوي لقب (ملا غلام سخي) یو ځل بیا د فاریاب د پوهنې ریاست د اجرایې مدیر په توګه بیا ګومارل شوی او له خپل وظیفوي صلاحیته په استفادې د ده او مېرمنې په خلاف یې څارنوالۍ کې عریضه کړې چې له یوې اوونۍ راهیسې تر څېړنو لاندې دي.
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ مخکني رییس د غږونو او اخلاقي او اداري فساد دوسیه د فاریاب والي ته تسلیم کړه او د عدالت د ټينګښت او له نوي نظامه د فاسدو خلکو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
یو بل سیمهییز خبریال ازادبیک رسولي د فاریاب له والي غوښتنه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو مالي ستونزو ته دې پاملرنه وشي، څو په دغه ولایت کې د مطبوعاتو غږ په بشپړ ډول غلی نه شي.
د فاریاب والي قاري حفیظالله پهلوان وویل، په تېرو ۹ میاشتو کې د ډېرو بوختیاوو له امله نه دې توانېدلی چې له خبریالانو سره ناسته ولري او د هغوی ستونزې واوري.
نوموړي په ټولنه کې د رسنیو او خبریالانو رول مهم وباله، ټينګار یې وکړ چې حکومت د بیان ازادۍ او اطلاع رسونې ته ډېر ارزښت ورکوي؛ له دې وروسته به له خبریالانو سره منظمې ناستې ولري او د هغوی خبرې او ستونزې به اوري.
هغه د فاریاب د پوهنې ریاست د اجرایي مدیر په توګه د جمهوریت د وخت د پوهنې رییس د مقررۍ په اړه چې پر درېیو خبریالانو عارض شوی، بې خبرې وښوده او ژمنه یې وکړه چې دغه موضوع به په جدي ډول تعقیبوي او ټوکېدلې ستونزه به هواروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP