ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر راتلونکو پنځو ورځو په ټول هېواد کې د کرونا واکسین کمپاین پیلېږي

تر راتلونکو پنځو ورځو په ټول هېواد کې د کرونا واکسین کمپاین پیلېږي

author avatar
1 Jun 2022 - 18:17
تر راتلونکو پنځو ورځو په ټول هېواد کې د کرونا واکسین کمپاین پیلېږي
author avatar
1 Jun 2022 - 18:17

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون نړیوالې اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د کرونا واکسین د کمپاین پیلولو خبر ورکړ او وايي چې سږ کال به ۴.۸ میلیون کسانو ته د کرونا او ۶.۹ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شي.

عامې روغتیا وزارت د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د «واکسیناسیون نړیواله اوونۍ» ونمانځله چې د حکومتي چارواکو، د روغتیا نړیوال سازمان او د واکسین د ځینو تمویلوونکو بنسټونو استازو هم پکې ګډون درلود.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په یادو مراسمو کې‎ «د کرونا واکسین سراسري کمپاین» پرانیست او ویي ویل: «موږ دغه ورځ په داسې حال کې لمانځو چې افغانستان د شري، اسهال، د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ، کرونا او د نورو ساري ناروغیو جدي خطر ګواښي.»

هغه وايي، د کرونا وژونکې ناروغي چې نړۍ یې له ننګونو سره مخ کړه، افغانستان هم ترې خوندي پاتې نه شو او د ثبت شوو شمېرو له مخې تر اوسه تر ۱۸۲زره ډېر کسان پرې اخته شوي او تر ۷زره ډېر یې له امله مړه شوي دي.

خو نوموړي وويل چې د هېواد په ځينو سيمو کې د تشخيص لپاره د کافي امکاناتو نشتوالي له امله، دغه شمېرې کره نه دي او ښايي تر دې هم لوړې وي.

د سرچينې په خبره، ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو ورځو په ټول هېواد کې د کرونا واکسين کمپاين پيل او تر يوې مياشتې دوام وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه کمپاین کې به چې په ټول هېواد کې تطبیقیږي، ۵ ميليونه هغه کسان چې عمرونه يې له ١٨ کلونو لوړ وي، واکسین شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۲،۶ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی.

هغه د دې ترڅنګ چې په یوه پیغام کې یې له خلکو وغوښتل څو د کرونا پر وړاندې ځانونه واکسین کړي، له ديني عالمانو او قومي مشرانو يې هم غوښتنه وکړه چې خلک واکسين تطبیقولو ته وهڅوي.

نوموړي دغه راز د واکسینونو اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ماشومتوب دورې د واکسینونو تطبیق، هر کال د وقايي وړ ناروغیو باندې د اخته کېدو له امله د میلیونونو ماشومانو د مړینې مخه نیسي.

ډاکټر عباد زیاته کړه: «موږ کولای شو خپل هېوادوال د باکیفیته او پر وخت واکسینونو په تطبیقولو سره پر وژنکو نارغیو لکه کرونا، شری، د ماشومانو فلج یا پولیو، سینه او بغل او نورو ساري ناروغیو چې په ټولنه کې د خلکو د مړینې لامل کېږي، وژغورو.»

هغه وايي، د سږ کال له پيله تر اوسه په هېواد کې د پوليو يوازې يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او د دې  ناروغۍ د لا ښه مخنيوي په موخه، عامې روغتيا وزارت بریالي کمپاینونه ترسره کړي او ترسره کوي یي، څو دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.

د نوموړي په خبره، دغه وزارت تېر کال د واکسين نړيوالې ټولنې (GAVI)، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (يونيسف) او د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په مالي او تخنيکي مرسته ميليونونه ماشومانو ته د ماشومتوب دروې واکسين تطبيق کړ.

هغه دغه راز وویل چې په افغانستان کې د کرونا واکسین په ګډون ټول واکسینونه د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تایید شوي دي.‎

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خبره، په تېرو پنځو میاشتو کې په ټول هېواد کې د شري شاوخوا ۴۸۰۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۳۰۹ کسان مړه شوي دي.

دغه راز د رئیس‌الوزراء مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې وویل: «موږ د هر ډول واکسين د تطبيق چې د افغانستان د ماشومانو او خلکو د روغتيا لپاره وي، ملاتړ کوو؛ موږ له ټولو واکسيناتورانو چې د افغانستان په هره برخه کې د واکسین د تطبیق لپاره کار کوي، ملاتړ کوو او د هغوی د امنیت ټینګښت لپاره دې ټول مجاهدین، علما او مشران خپل مسوولیت ترسره کړي.»

د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر لو ډاپېنګ په یاده غونډه کې د واکسين د تطبيق اهمیت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

Views: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.