کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): ډېر کله ځیني خلک پورته یا هوا ته د ماشوم غورځولو چاره د هغو د خوښ ساتلو او خندولو لپاره ترسره کوي؛ خو ډاکټران دا کړنه ناسمه او خطرناکه بولي او کورنیو ته سپارښتنه کوي چې له ماشوم سره له دې ډول لوبو ډډه وکړي.
په افغانستان کې د کورنیو ځیني غړي د دې لپاره چې ماشوم ارام او خوښ وساتې، کله کله د ساعت تېرۍ په ډول هوا ته د هغه د غورځولو او بیا نیولو له طریقې کار اخلي؛ کله چې ماشوم پورته اچول کېږي نو خاندي او له دې خندا سره شاوخوا کسان هم خندوي.
هغه میندې چې هوا ته د خپل ماشوم له غورځولو خوند اخلي
د فېروزکوه ښار اوسېدونکې، عزیزه چې د څلورو ماشومانو مور ده، پژواک خبري اژانس ته وویل: «خپل ماشوم له دې امله یې هوا ته غورځوم او رانیسم چې هم زه او هم مې ماشوم خوند واخلو او له همدې لارې مې ماشوم ته د خپل محبت احساس ښییم، کله چې دا کار ترسره کوم، ماشوم مې خاندي او خوشحالېږي او د خپل ماشوم له دغې خوښۍ سره ډېره مینه لرم او د دې لپاره چې وخاندي، د ورځې څو ځله دا چار ترسره کوم.»
نوموړې هوا ته د ماشوم د پورته غورځولو له زیانونو بې خبره ده او وايي: «فکر نه کوم چې زیان ولري، ځکه دا کار یوازې د ساعت تېرۍ او خوشحاله کولو لپاره کوم، ماشوم هم غلی وي او خوشحالېږي، کله چې ماشوم خوښ شي ژر ژر وده وکوي او لویېږي، نو پورته غورځولو یې هېڅ ستونزه نه لري.»
په ورته وخت کې، د کابل ښار د خېرخانې سیمې اوسېدونکې، شفیقه هم د خپلې کورنۍ د ماشومانو ورېرونو او خوریینو د ارامولو او خوښ ساتلو لپاره له دې طریقې استفاده کوي او دا په هېواد کې یوه معموله او سمه طریقه بولي.
هغې زیاته کړه: «د ماشومانو د خوښ ساتلو لپاره تر ډېره هغوی پورته غورځوم، دغه کار سره ماشوم یوه خوږه خندا کوي او زما یې دغه خندا ډېره خوښېږي.»
شفیقه هم دغه چاره بېزیانه او ان ګټوره بولي او وايي: «زما په نظر دغه کار ماشومان زړور کوي، قوي زړونه او ارام اعصاب به ولري.»
خو هغه میندې چې د ماشوم له هوا ته غورځولو ترخې خاطرې لري.
د هرات ښار اوسېدونکې، مریم چې د خپل ماشوم له هوا ته غورځولو ترخه خاطره لري، وايي: «زوی مې چې محمد نومېږي، اوس دوه کلن دی، تقریبا یو کال مخکې یې کاکا یې ورسره لوبې کولې، د لوبو پر مهال به یې هوا ته غورځاوه او په تکراري توګه یې دغه کار ترسره کاوه؛ دې کار ته مې زړه نا ارامه و، خو د احترام له کبله مې څه نه شوای ویلی.»
د نوموړې پر وینا، زوی یې د هغه د تره له لوري د پورته غورځولو پر مهال پر ځمکه ولوېد چې ډېر یې ژړل او اړ شول، ماشوم ډاکټر ته بوځي.
هغې وویل چې هغه پېښه کې یې د ماشوم لاس مات او سترګو یې هم سخت زیان لیدلی و.
مریم زیاته کړه: «له هماغه ناوړه او ترخې خاطرې وروسته مې د ماشوم سترګې کږې شوې.»
هغه له ټولو کورنیو، په ځانګړې توګه له میندو غواړي چې هېڅکله اجازه ور نه کړي چې څوک یې ماشومانو سره دا ډول لوبې وکړي، ځکه دا کار ډېرې ناوړه پایلې لري.
همدارنګه د کابل یوه بله اوسېدونکې، فرحناز د خپل ماشوم له هوا ته غورځولو ساعت تېرۍ څخه پښېمانه ده او وايي: «اولي ماشوم مې و، بیخي ډېر به مې خوښېده چې خندل به یې او ما به هم په پورته غورځولو سره خنداوه، خو نه پوهېدم چې پرسر یې څه بلا راوړم.»
نوموړې وايي: «یوه ورځ مې خپل ماشوم په یوه لاس پورته کړ څو پر ګروپ لاس ووهي، خو ناڅاپه مې لاس سست او یوې خوا ته لاړ او بیچاره زوی می پر ځمکه ولوېد، څو ساعتونه یې ډېر سخت وژړل، خو هېڅ ارام نهشو، ډېره وارخطا او ډاره شوې وم، روغتون ته مې یووړ، ډاکټرانو را ته وویل چې اوږو یې زیان لیدلی او لاس یې مات شوی دی.»
هغه نورو میندو ته سپارښتنه کوي چې هېڅکله د خپلو ماشومانو د ارامولو او خوښ ساتلو لپاره له دا ډول کار ترسره نه کړي.
ډاکټران: د ماشومانو پورته غورځولو طریقه ښې پایلې نه لري
په وزیر اکبرخان روغتون کې د ارتوپیدي څانګې متخصص، ډاکټر خلیلالله هودخېل هم په دې اړه وايي، ځیني خلک عادت لري چې د ماشوم لوبولو لپاره خپل ماشومان هوا ته غورځوي او له لاسونو یې راکش کوي، خو دا ټول به ډېرې بدې پایلې ولري.
ده زیاته کړه: «ماشومان ډېر نرم هډوکي لري، پوخوالي ته نه رسېږي، ځیني وخت داسې پېښېږي چې ماشوم پورته غورځوي او بېرته پر ځمکه وغورځېږي چې دا کار د ماشومانو د پښې، لاس او په ځینو کې د ملا د ماتېدو لامل ګرځي، دې سره ماشوم په راتلونکې کې معلول او معیوب کېدای شي.»
نوموړي وویل، ځیني وخت دغه شان ناروغان روغتون ته راځي چې د ماشوم د پورته غورځولو له امله یې د بدن ځيني غړي مات او یا ماشوم ته نور عوارض رسېدلي وي.
نوموړي د بېلګې په توګه وویل، یوه کس خپل وراره روغتون ته راوړ چې د پورته غورځولو پر مهال یې سر له بادپکي سره لګېدلی او وروسته پر ځمکه لوېدلی و، له دې امله د ماشوم سر سخت ټپي شوی و او له درملنې او د سر له ګنډلو وروسته یې ماشوم بېرته رخصت کړ.
هغه په ټينګار سره وايي: «د ماشوم پورته اچول دوه اړخونه لري، لومړی دا چې ښايي په پورته اچولو سره ماشوم پر ځمکه ولوېږي چې له امله یې ماشوم ته مغزي سکته پیدا شي، که مطلق شوک رامنځته نهشي، قسمي شوک رامنځته کېږي چې ماشوم ډارېږي او حتا ځیني وخت د ماشوم د یو طرف د فلج کېدو لامل هم ګرځېدلای شي.»
نوموړي له کورنیو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د خوښ ساتلو او خندولو لپاره له دغه ډول ناسم او خطرناک کاره ډډه وکړي.
په ورته وخت کې، د کابل ښار د اندراګاندي د صحت طفل روغتون پخواني سرطبیب، ډاکټر محمدبشیر قریشي پژواک ته وویل، په کورنیو کې ډېری کسان دا عادت لري چې د خپل ماشوم د خوښ او ارام ساتلو لپاره، ماشوم پورته غورځوي او دغه عادت به تر ډېره په اوږدمهاله او لنډمهاله توګه د ماشومانو لپاره د بدو پایلو او زیانونو لامل شي.
ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «مور او پلار باید د خپلو هغو ماشومانو پر وړاندې چې عمرونه یې له درې تر اتو میاشتو پورې وي، ډېر حساس واوسي او که چېرې یې د ژړا د غلي کولو لپاره پورته اچوي نو زیات زیانونه او خطرونه به ولري.»
نوموړي وویل، دا کار ښايي د اوږدې مودې لپاره د ماشوم راتلونکی وګواښي او د لړزې پرسندروم اخته شي چې په پایله کې د سترګو د لید برخه کې هم ستونزې را منځته کوي او همدارنګه د حافظی د ودې د مخنیوي لامل هم ګرځي.
ډاکټر قریشي له والدینو غواړي چې د غوسې پر مهال باید له ډېر کنټرول او احتیاطه کار واخلي او په زور سره ماشوم ته ټکان ورنکړي؛ ځکه دا چاره هم ښې پایلې نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP