ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا محمدیعقوب: له دیپلوماتیکو اړیکو وروسته، غواړو هند سره دفاعي همکارۍ ولرو

ملا محمدیعقوب: له دیپلوماتیکو اړیکو وروسته، غواړو هند سره دفاعي همکارۍ ولرو

author avatar
3 Jun 2022 - 02:30
ملا محمدیعقوب: له دیپلوماتیکو اړیکو وروسته، غواړو هند سره دفاعي همکارۍ ولرو
author avatar
3 Jun 2022 - 02:30

اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب وایي چې له دیپلوماتیکو اړیکو جوړېدو وروسته غواړي له هندوستان سره دفاعي همکارۍ هم ولري.

نوموړي دا څرګندونې د هندوستان (سي ان ان نیوز۱۸ ) تلویزیوني چینل سره په یوه مرکه کې په د اسې حال کې کړې چې په همدې ورځ د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته له مرستو سره راغلی و.

ملا محمدیعقوب ویلي چې له هندوستان سره ښې او صمیمانه دیپلوماتي اړیکې غواړي او ددغه هېواد له مرستو یې مننه کړې ده.

ده زیاته کړې : (( موږ هندوستان ته د خپل هېواد دروازې پرانیستي پریښي دي، هیله لرو، چې هندوستان هم نویو ابتکاراتو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.))

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې مرکه کې ویلي، کله چې له هند سره اړیکې پیاوړي شي، دوی اماده دي چې خپل ځواکونه هند ته د روزنې لپاره واستوي او په دې برخه کې به هیڅ ستونزه نه وي.

ملا محمدیعقوب وایي : (( د افغانستان ملي اردو د نړۍ له پیاوړو ځواکونو څخه دی.))

په دغه مرکه کې د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست له هند څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي ، څو دیپلوماتیکو اړیکو جوړیدو سره ددواړو هیوادونو ترمنځ دفاعي همکارۍ پیل شي.

ده زیاته کړې، چې دهند سفارت ته امنیت به ټینګوي او هند باید هم نوي ډیلي کې د اسلامي امارت نوی سفیر ومني.

د هغه په وینا، که څه هم افغانستان له پاکستان سره دیپلوماتیکي اړیکې لري، خو تر اوسه له دغه هیواد سره دفاعي اړیکو کې پرمختګ نه دی شوی.

ملا محمدیعقوب له القاعدې سره هر ډول اړیکې رد کړي او په ډاګه کړې چې له دې ډلې سره هیڅ ډول نوې اړیکې نه لري.
ده زیاته کړې : (( موږ غواړو چې له امریکا سره هر ډول نوي اقتصادي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې ولرو ، امریکا هم باید د افغانستان نوي حکومت ته موانع رامنځته نه کړي.))

هغه په افغانستان کې په داسې حال کې په افغانستان کې دداعش ډلې فزیکي حضور رد کړی چې په دې وروستیو کې دغې ډلې د یو شمیر غټو چاودنو مسوولیت اخیستی دی.

ملا محمدیعقوب ویلي، هیڅکله به پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د هندوستان پر ضد کاروي .

Visits: 1929

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.