Language

کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د بېکارۍ کمولو طرحې برابرولو دنده وسپارل شوه

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه لنډمهالې او منځمهالې طرحې او دغه راز له سکتوري وزارتونو او اړوندو ادارو متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي ترتيب کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه پرون ترسره شوه.

سرچینې لیکلي چې په پيل کې، د اداري کمېسيون غړو د ورسپارل شویو دندو په اړه خپل راپورونه شريک کړل.

login or register a new account.