کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه لنډمهالې او منځمهالې طرحې او دغه راز له سکتوري وزارتونو او اړوندو ادارو متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي ترتيب کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه پرون ترسره شوه.
سرچینې لیکلي چې په پيل کې، د اداري کمېسيون غړو د ورسپارل شویو دندو په اړه خپل راپورونه شريک کړل.
خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د مختلفو موضوعاتو له هغې ډلې په اړوندو ادارو کې د بالمقطع کارکوونکو ګومارنې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل لپاره د اضافه کارۍ اجرا کولو، د منحل شويو ادارو د کارکوونکو برخلیک او په بهر کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث او په تړاو یې لازم تصميمونه ونيول شول.
سرچینې لیکلي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه لنډمهالې او منځمهالې طرحې او دغه راز له سکتوري وزارتونو او اړوندو ادارو متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي ترتيب کړي او د منظورۍ په موخه دې د اسلامي امارت کابينې ته وړاندې کړي.
خبرپاڼې کاږلي، وروسته يوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه څو نظامي زدهکوونکو او محصلينو ته د کومکي معاشونو ورکړې څرنګوالی او د يو شمېر وزارتونو د اتشو د معاشونو ورکړې طريقه وارزوي او پايله يې راتلونکې غونډې سره شريکه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې د کار ټولنيزو چارو وزارت له لوري بهرنيو وګړو ته د کار جواز ورکړې په اړه ترتيب شوې طرحه تر بیاکتنې او لازمو بدلونونو راوړلو وروسته تاييد شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









