اټلانټا (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د ايران پولې ته څېرمه بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنه د غبرګولي په ۱۳مه، سهار مهال د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ اړونده سیمه کې شوې ده.
امنیتي سرچینو ویلي، په یاده سیمه کې د پوځ اړوند د ملیشه ځواکونو د ګزمې پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي او درې ژوبل دي.
د پنجګور ولسوالۍ ځایي چارواکو چاودنه تایید کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دا ډول چاودنو او بریدونو مسوولیت د بلوڅانو ازادۍ غوښتونکې ډلې منلو.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن بلوچستان ته سفر کړی دی.
بلخوا، د راپورونو له مخې په شمالي وزیرستان کې هم د وسله والو په یوه برید کې د پاکستان یو سرتیری وژل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلان شوی دی.
Views: 299
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن