Language

پکتیا کې د ځنګلونو ساتلو لپاره د زرغون په نوم ۱۰۰ کسیزه قطعه جوړه شوې

ګردېز (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د پکتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت د ځنګلونو ساتلو لپاره یې د زرغون په نوم ۱۰۰ کسیزه قطعه جوړه کړې، څو د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.

دا څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې نن د غبرګولي په ۱۷مه، د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه.

د پکتيا د چاپيريال ساتنې ادارې مسوول مولوي عبدالهادي هدايت دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: «د کورنيو چارو وزارت له لوري د دې ولايت د ځنګلونو د ساتنې په موخه سل کسيزه قطعه جوړه شوې، څو د ځنګلونو وهلو مخنیوی وکړي.»

هغه زیاته کړه، تر اوسه د دې قطعې له لوري د لسګونو بار وړونکو موټرو چې شنې وهل شوې ونې پکې لېږدېدلې، مخه نیول شوې ده.

د ده په خبره، دا چې نن د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ ده نو د دولت او خلکو ګډ مسوليت دا دی چې د چاپېريال اړوند مسايلو ته پام وکړي او د هغو کړنو مخنيوی وکړي چې د چاپېريال د ککړتيا لامل ګرځي.

د پکتيا د چاپېريال ساتنې ادارې ریيس له خلکو دا هم وغوښتل چې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي؛ ځکه د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د اوبو کچه ټيټه شوې ده.

د پکتيا مرستيال والي شيخ عزيزالرحمن منصور وويل: «د خرابې هوا ککړتيا يوه نړيواله ستونزه ده چې افغانستان هم له دې ستونزې خلاص نه دی او له همدې امله خلک په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي.»

هغه زیاته کړه، خلک بايد د ښارونو نظم، د ګڼې ګوڼې ځايونو پاکوالي او د ځنګلونو ساتنې ته پام ډېر کړي.

دی وايي، د پکتيا اداره به هم له خپل توان سره سم د چاپېریال ساتنې په برخه کې کار کوي او په ځانګړې توګه به د ګردېز ښار ته توجه کوي.

د پکتيا اوسېدونکي د چاپېريال ساتنې د ورځې په مناسبت له دولت سره د يو ځای کار کولو غوښتنه کوي او وايي چې خلک او دولت بايد په ګډه کار وکړي.

د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي هجرت‌الله ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل: «د چاپېريال ساتنه يوازې د خلکو يا د دولت مسوليت نه دی، دواړه بايد په دې برخه کې په ګډه کار وکړي.»

نوموړی وايي، دولت  بايد خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي، څو له دې لارې د خپلو کليو او کورونو پاکوالي ته وهڅول شي.

د هغه په خبره، تر اوسه په دغه ولایت کې چاپېريال ساتنې ته لازمه پاملرنه نه ده  شوې.

د يادولو ده چې د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ/ World Environment Day هر کال د جون میاشتې په پنځمه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي چې موخه يې چاپيريال ساتنې ته د خلکو پام راګرځول او په دې برخه کې کار کول دي.

Related Topics